پکتیکا کې د ماشومساتنې ۱۴ خصوصي مرکزونه پرانیستل شول
د پکتیکا ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او سرچو همکارې مؤسسې له لوري، د څلور ميليونه افغانيو په ارزښت د دې ولايت په ۱۴ ولسواليو کې د ماشومانو د ساتنې مرکزونه پرانیستل شول.
په مټاخان ولسوالۍ کې په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د پکتیکا ولایت د مقام استازي په خپلو خبرو کې وویل: په یادو مرکزونو کې به د ۱۹۰۰ شاوخوا ماشومانو ته د عصري او دیني زدهکړو ترڅنګ د ماشومساتنې، اعاشې، اباتې او په رواني برخو کې ښوونه او روزنه ورکول شي.
ورپسې د همکارې مؤسسې استازي په خپله لنډه وینا کې د پکتیکا ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست له ښې همغږۍ څخه د مننې سربېره وویل: په هر مرکز کې به سل تنو ماشومانو ته د زدهکړو، ظرفیتلوړونې، عامهپوهاوي، رواني ټولنيز خدمات وړاندې او د ماشومانو قضیې به پکې څېړل کېږي.
نوموړي همدا راز زیاته کړه، د ماشومساتنې په مرکزونو کې یې مسلکي ښوونکي ګمارلي او له پرانیستلو څخه یې اساسي موخه له رواني ستونزو سره مخ ماشومانو بېرته عادي حالت ته راګرځول دي، چې د بېلابېلو مېتودونو په لرلو سره به ماشومان د اسلامي اصولو په رڼا کې وروزل شي.
د یادولو وړ ده چې د یادو څوارلسو مرکزونو سربیره په نورو څلورو ولسوالیو کې هم د ماشومساتنې مرکزونه ډیر ژر پرانیستل شي.