پکتیکا کې پر ۲۵۰ تنه شاقهکاره ماشومانو نغدي مرستې ووېشل شوې
د پکتیکا ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو، د دې ولایت د ۲۵۰ تنو شاقه کارو ماشومانو پر کورنیو د نږدې درې نیم میلیونه افغانیو نغدي مرسته وشوه.
د دې مرستو د وېش پر مهال د پکتیکا ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست استازي په خپلو خبرو کې وویل: له اړمنو او شاقه کاره ماشومانو څخه د حمایت په منظور او د ماشوم ساتنې نړیوالې مؤسسې په ملاتړ د دې ولایت د ۲۵۰ تنه شاقه کارو ماشومانو له کورنیو سره نغدي مرسته ترسره شوه، چې هرې کورنۍ ته ۱۳۶۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
نوموړي همدا راز د دې ماشومانو له والدینو وغوښتل، چې خپل ماشومان د زدهکړو په موخه ښوونځیو ته واستوي