کابل کې یودېرش تنو ته د کار زمینه برابره شوه

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۹ - ۱۵:۴
m

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په هڅو ځوانانو ته د کاري فرصتونو د ایجاد په منظور د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې ۳۱ تنو ځوانانو ته د کوچنیو کاروبارونو کاري وسایل ووېشل شول.  
د دې وسایلو د وېش پرمهال د کار او ټولنیزو چارو استازو په خپلو خبرو کې د همکارې مؤسسې څخه د مننې سربېره زیاته کړه: د خوښۍ ځای دی، چې نن مو ۳۱ تنو ځوانانو ته د دوکاندارۍ، مالدارۍ، فلزکارۍ او خیاطۍ حرفو د وسایلو په وېش سره د کوچنیو کاروبارونو زمینه برابره کړه. 
استازو همدارنګه د د سرف افغانستان همکارې مؤسسې څخه د مننې ترڅنګ، له نورو بنسټونو او مؤسسو وغوښتل، چې د ځورېدلي ولس سره د مرستې او لاسنیوي په منظور، د دې وزارت سره په همغږۍ په خپلو فعالیتونو کې پراخوالی راولي او هېوادوالو ته په دایمي توګه د کار زمینه برابره کړي

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۲۹
Background image

ننګرهار کې ۶۰۰ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

 

 د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او د ویژن سپلایی مؤسسې په همغږۍ؛ ۶۰۰ تنه هېوادوال د کوچنیو کاروبارونو جوړولو په حرفو کې د دوه‌میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۳۳
Background image

فراغت ۱۰۶ کارآموز از آموزش‌های فنی و حرفه‌ای در کاپیسا


به‌اساس تلاش و هم‌آهنگی ریاست کار و امور اجتماعی ولایت کاپیسا؛ ۱۰۶ کارآموز پس از سپری‌کردن دورهٔ آموزشی شش‌ ماهه در حرفه‌های ترمیم موتر، ترمیم کمپیوتر، ترمیم لوازم برقی و ترمیم موبایل؛. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۹
Background image

کابل کې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د پلچرخي د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه د اوومې ښوونیزې دورې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي کسان، له څلور میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته، د. . .

بیرته خبرونو ته