د ټولنیزو چارو مرستیال سره د خصوصي وړکتونونو مسؤلینو لیدنه
د ټولنیزو چارو مرستیال غلام حیدر جیلاني د خصوصي وړکتونونو مسؤلینو سره په ناسته کې د هغوی له کړنو څخه مننه و کړه و یې ویل: موخه مو د ماشومانو لپاره د ښه چاپیریال را منځ ته کول دی او هڅه کوو، څو د خصوصي وړکتونونو فعالیت لپاره هم د کار ښه شرایط برابر کړو
ښاغلي جیلاني د خصوصي وړکتونونو ځینو ستونزو ته په اشارې زیاته کړه: له ماشومانو د زیات فیس اخیستل، د کار جواز نه درلودل، په ځینو مواردو کې د جوازونو نه تمدید او د وړکتونونو ماشومانو لپاره د ښه چاپيریال نشتون د خصوصي وړکتونونو له لویو ستونزو څخه شمیرل کیږي
د ټولنیزو چارو مرستیال و ویل: د ښو خدمتونو په وړاندې کولو او د والدینو په رضایت سره کولای شو، وړکتونونو ته لا زیات ماشومان جذب کړو
وروسته د وړکتونونو رئیسې حوریه سردارزاده د خصوصي وړکتونونو اړوند خبرې و کړې و یې ویل: اوس مهال هیواد کې ۹۴ انتفاعي خصوصي وړکتونونه او ۱۰ غیرې انتفاعي وړکتونونه فعالیت لري چې د هغوی د فعالیتونو د پراختیا، ښوونیزو برنامو او مقررې تعدیل برخه کې مو اقدام کړی دی
پای کې د خصوصي وړکتونونو مسؤلینو او استازو هم په هیواد کې د خصوصي وړکتونونو پر وړاندې د ستونزو اړوند خبرې و کړې او د کار او ټولنیزو چارو وزارت رهبرۍ څخه یې د ستونزو د حل غوښتنه و کړه