ټول خبرونه
پکتیکا کې د فني او حرفوي زدهکړو مرکز پرانېستل شو؛
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین مولوي محمد زاهد احمدزي د یوه پلاوي په مشرۍ د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې ته سفر وکړ او هلته یې د فني او حرفوي زدهکړو مرکز پرانیست.
دې ناسته کې. . .
پکتیا کې ۱۸۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص له فني او حرفوي زدهکړو فارغ شول؛
د کار او ټولنیزو چارو وزات د کار چارو معین مولوي محمد زاهد احمدزي پکتیا ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې، د فني او حرفوي زدهکړو څخه د ۱۸۰ تنو رغېدلو اشخاصو فراغت غونډه کې ګډون او وینا. . .
د کار چارو معین د صنعتکارانو ټولنې له مشر سره وکتل؛
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین مولوي محمد زاهد احمدزي د خپل کار په دفتر کې د افغانستان د صنعتکارانو ټولنې له مشر عبدالجبار ساپي او ورسره مل پلاوي سره وکتل.
په پیل کې. . .
د کار چارو معین د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام له مشر سره وکتل
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین مولوي محمد زاهد احمدزي د خپل کار په دفتر کې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP) له مشر ښاغلي استیفن رودریکز او ورسره مل پلاوي سره وکتل.. . .
له څلورو کورنیو او نړیوالو مؤسساتو سره د ۲۶۱میلیونه افغانیو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک شول؛
د کار او ټولنیزو چارو وزارت او د همکارو مؤسساتو ترمنځ مختلفو برخو کې د ۲۶۱میلیونه افغانیو په ارزښت ۸عنوانه هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
د یادو هوکړه لیکونو د امضا په مراسمو کې د کار او. . .
پکتیکا کې ٣٦٠ تنه له نشه یي توکو رغېدلي کسان د فني او حرفوي زدهکړو څخه فارغ شول
د پکتیکا ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند د فني او حرفوي زدهکړو له مرکز څخه ٣٦٠ تنه زدهکوونکو د نجارۍ، خیاطۍ او د تعمیراتي برېښنا په رشتو کې تر شپږ میاشتینو زدهکړو وروسته نن. . .
د پلچرخي صنعتي پارکونو کې د بوختو کاریګرو د ستونزو د حل په موخه د کار او ټولنیزو چارو وزارت او د یادو پارکونو د انجمن د مسؤلینو ترمنځ، د همغږۍ ناسته ترسره شوه
ناسته کې د وزارت د کار د تفتیش او رهنمايي د رئیس مولوي عبدالمتین مولوي زاده، د دې ریاست د دندو، د استخدام شرایطو، کورنیو او بهرنیو وګړو ته د کار جوازونو د وېش، د کارکوونکو د کاري. . .
پکتیا کې د فني او حرفوي زدهکړو د مرکز له ۱۸۰ تنو زدهکوونکو سره مرسته وشوه
د پکتیا ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست؛ د دې ریاست اړوند د فني او حرفوي زدهکړو مرکز له نشهیي توکو څخه د رغېدلو کسانو د ظرفیتلوړونې برنامې د ۱۸۰ تنو زدهکوونکو له کورنیو سره د. . .
ارګون کې له ٩٠ کورنیو سره د نقدي پیسو او خیاطۍ حرفې د وسایلو مرسته وشوه
د پکتیکا ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او د KRO همکارې مؤسسې په مالي ملاتړ د ارګون ولسوالۍ د ٩٠ اړمنو او له اعتیاد څخه رغېدلو کسانو له کورنیو سره د ٥٩١٣٠٠ افغانیو په ارزښت د. . .
Pagination
آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها
د کارموندنې خبرتیا!
د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .
د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!
د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري، چې مسلکي کادرونو د روزلو او کارپنځونې په پار، د راډیولوژۍ او بیومیډیک انجنيرۍ د وسایلو د ترمیم په برخو کې په لاندې شرایطو برابرو هېوادوالو ته . . .
د کارموندنې خبرتیا!
د کار او ټولنیزو چارو وزارت کار اهل ته د سپارلو او مجربو افرادو د جذب او ګمارنې په منظور غواړي خپل اړوند لاندې نهه تش بستونه د آزاد رقابت له لارې اعلان ته وسپاري:
۱- پنځمه رتبه بست د . . .