د کار او ټولنیزو چارو وزرات او بصیر خیریه او پراختیایي مؤسسې تر منځ د هوکړه لیک د تمدیدو ناسته

د کار او ټولنیزو چارو وزارت او بصیر خیریه او پراختیايي مؤسسې تر منځ هوکړه لیک تمدید شو. هغه ناسته چې په همدې موخه د کار او ټولنیزو چارو وزارت کې جوړه شوې وه، د کار او ټولنیزو چارو وزیر بشیر احمد ته ینج د یادې مؤسسې مسؤلینو ته د ښه راغلاست تر څنګ د هغوی له کړنو څخه مننه و کړه.
ښاغلي ته ینج وویل: موږ مکلف یو، څو ستاسو څنګ کې اوسو او په دې برخه کې ستاسو د لا زیاتو مرستو غوښتونکي یو؛ نوموړي زیاته کړه: بصیر خیریه او پراختیايي مؤسسه د فني او حرفوي زده کړو برخه کې ښه تجربه لري او هیله لرو، چې د یادې مؤسسې کړنې د نورو مؤسسو لپاره یو ښه بېلګه شي.
بصیر خیریه او پراختیایي مؤسسه د ایران اسلامي جمهوري دولت د فني او حرفوي زده کړو له مؤسسو څخه یوه مؤسسه ده، چې له ۱۳۸۲ کال څخه را په دې خوا د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره له نږدې همکاري لري او هره ورځ ۱۸۰ تنه زده کوونکي په اوو څانګو کې زده کړې ترسره کوي، چې ۳۰ سلنه یې میرمنې دي.
د ویلو ده، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت او بصیر خیریه او پراختیايي مؤسسې هوکړه لیک هر درې کاله وروسته تمدیدیږي، چې سږ کال هم د کار او ټولنیزو چارو وزیر بشیر احمد ته ینج او یادې مؤسسې رئيس عبدالله وثاقتي ترمنځ لاسلیک او تمدید شو.