د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست د مرسي کور مؤسسې رييس سره وکتل.

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۱ - ۲۲:۱۴
W

د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالولي څارنوال( حاجي وارث) د افغانستان لپاره د مرسي کور موسسې رييس ښاغلي جک سره خپل کاري دفتر کې وکتل.

دې ليدنه کې دواړو لوريو د مرسي کور مؤسسې د فني او حرفوي زده کړو پروژې او د يادې پروژې اړوند د هوکړه ليک لاسليکولو اړوند خبرې وکړې. 
د مرسي کور دفتر مشر د خپلو خبرو په ترڅ کې د يادې پروژې پيل کيدو اړوند خبرې وکړې و يې ويل، چې ياده پروژه به هرات او کندهار ولايتونو کې پلي شي؛ خو په لومړي سر کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت سره د يادې پروژې اړوند هوکړه ليک اړين و باله؛ نوموړي زياته کړه که چيرته د يادې پروژې اړوند هوکړه ليک لاسليک نه شي؛ نو ياده پروژه به نږدې ورځو کې د تمويل کوونکو لخوا لغوه اعلان شي، چې دا به د افغانانو په ځانګړې توګه د هرات او قندهار خلکو لپاره يو لوی فرصت ضايع کول وي. 
د کار او ټولنيزو وزارت سرپرست ملا عبدالولي څارنوال( حاجي وارث) ورته پروژې د افغانانو لپاره مهمې و بللې و يې ويل چې موږ د ټولو هغو موسسو هوکړه ليکونه چې د فني او حرفوي زده کړو برخه کې کار کوي، لاسليک کوو؛ خو هڅه کوو دغه هوکړه ليکونه په دقيق توګه و څيړو؛ څو د ټولو پروژو پيسې په دقيق او د امارت اسلامي د شرايطو او پاليسو په رڼا کي مصرف شي. 
ملا عبدالولي څارنوال( حاجي وارث) همدارنګه وړانديز وکړ؛ څو ياده پروژه د ولايتونو( قندهار او هرات) په سطحه نه بلکې د زونونو په سطحه پلي کړل شي؛ څو د زونونو په سطحه د نور ولايتونو خلک هم ترې برخمن شي.
دې ليدنه کې هوکړه و شوه، چې راتلونکې سه شنبه به د دواړو لوريو( کار او ټولنيزو چارو وزارت او مرسي کور مؤسسې) تخنيکي ټيمونو سره ګډه ناسته و کړي او د هوکړه ليک اړوند به تر هر اړخيز بحث وروسته د يادې پروژې د هوکړه ليک لاسليک کولو او کار پيل کولو اړوند پريکړه و شي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۳
Background image

د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت ۱۵۰۰ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته کالي ووېشل شول

 
د ننګرهار، کنړ، بغلان، پروان، نورستان او پنجشیر ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو له لوري د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته اختریزې البسې. . .
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۰:۲۴
Background image

د ښځو او زیانمنو اقشارو د ستونزو حل زموږ له مهمو لومړیتوبونو څخه دی

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو چارو معین، الحاج مولوي عبیدالله امین‌زاده، د خپل معینیت د یو کلن راپور د وړاندې کولو پر مهال رسنیو ته وویل چې د ښځو او زیانمنو اقشارو ستونزو ته. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۳:۵۵
Background image

د کوچني اختر په مناسبت ۵۶۹ تنه یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو ته کالي ووېشل شو


ننګرهار ولايت د کار او ټولنيزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۵۶۹ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت  یوه یوه جوړه اختریزې جامې ترلاسه کړې.  
د. . .

بیرته خبرونو ته