د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال په افغانستان کې د مرسې کورپس مؤسسې له لوی رئیس سره وکتل

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۰ - ۱۵:۱
E


د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي دین‌محمد حقبین نن په خپل کاري دفتر کې  په هیواد کې د مرسې کورپس مؤسسې له لوی رئیس سټیفن جان کلابورن سره وکتل.
په دغه کتنه کې لومړۍ د مرسې کورپس مؤسسې لوی رئیس په ټول افغانستان کې د خپلو پخوانیو او روانو لویو او کوچنیو پروژو او راتلونکو پلانونو او برنامو په هکله پوره معلومات وراندې کړل.
ښاغلي کلابورن زیاته کړه چې اوس‌مهال د کندهار او هرات په ولایتونو کې درې لویې پروژې ترلاس لاندې لري، او همداراز په پام کې لرو چې په نږدې راتلونکې کې په ټول هیواد کې د شپږو میلیونو ډالرو په ارزښت پروژې پلې کړو.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي دین‌محمد حقبین هم په خپل وار سره د مرسې کورپس مؤسسې له مرستو، پروژو او افغانانو ته د هغوی له پاملرنې څخه د مننې ترڅنګ له یادې مؤسسې څخه وغوښتل چې افغانانو ته زیاته پاملرنه وکړي، د نورو هیوادونو په پرتله افغانستان ته په پروژو کې لومړیتوب ورکړي، نور تمویل‌کوونکي مؤسسات او هیوادونه وهڅوي چې خپلې پروژې دلته عملي او پانګه‌اچوونه ترسره کړي او خپل ټول فعالیتونه او پلانونه د افغانستان د اسلامي امارت له اصولو او ارزښتونو سره سم عملي کړي.
مولوي حقبین زیاته کړه: له نیکمرغه په ټول هیواد کې سراسري امنیت ټینګ دی، او دا موږ او ټولو مؤسساتو ته دا چانس راکوي چې خپل فعالیتونه ټول هیواد په ځانګړې ډول د هیواد جکړه‌ځپلو کلیو او بانډو ته وغځوو او په تیرو کلونو کې له هر ډول خدماتو محروم افغانان تر خدماتي پوښښ لاندې ونیسو.
په پای کې مولوي حقبین له ښاغلي کلابورن سره د کار جواز توزیع بهیر کې د آسانتیاوو، له کار او ټولنیزو چارو وزارت سره د مرسې کورپس مؤسسې د هوکړه‌لیک د بهیر ګړندیتوب او یادې مؤسسې مخلصانه فعالیت په صورت کې هغوی ته د پوره سهولتونو برابرولو ژمنه وکړه؛ چې د مرسې‌کورپس مؤسسې له هرکلي سره مخ شو او ژمنه یې وکړه چې تمویل‌کوونکي هیوادونه او مؤسسات به وهڅوي چې افغانستان ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

جمعه ۱۴۰۳/۷/۶ - ۱۰:۵۵
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري، چې مسلکي کادرونو د روزلو او کارپنځونې په پار، د راډیولوژۍ او بیومیډیک انجنيرۍ د وسایلو د ترمیم په برخو کې په لاندې شرایطو برابرو هېوادوالو ته . . .

شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۵:۱۰
Background image

د کارموندنې خبرتیا!


د کار او ټولنیزو چارو وزارت کار اهل ته د سپارلو او مجربو افرادو د جذب او ګمارنې په منظور غواړي خپل اړوند لاندې نهه تش بستونه د آزاد رقابت له لارې اعلان ته وسپاري:
۱- پنځمه رتبه بست د . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۱:۹
Background image

د بشري ځواک په لوی ریاست کې په عصري او برېښنایي بڼه د آرشیف پرانېستل


د کار او ټولنیزو چارو وزارت د بشري ځواک په لوی ریاست کې هېوادوالو ته د آسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه پخوانی آرشیف، په برېښنایي او ډیجیټل بڼه تنظیم او پرانېستل شو.
 د پرانېست غونډې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۶:۵۲
Background image

د بشري ځواک په لوی ریاست کې  د پښتني بانک څانګه پرانستل شوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د بشري ځواک په لوی ریاست کې د مراجعینو او کارکوونکو لپاره د نورو اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه نن د دواړو لوریو چارواکو په شتون کې د پښتني بانک څانګه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۵:۲۶
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت کې د انفرادي پوهاوي پروګرام جوړ شو

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند؛ د پلان او پالیسۍ ریاست له لوري د وزارت د بېلابېلو ریاستونو کارکوونکو ته د ظرفیت‌لوړونې په موخه د کارکوونکو د انفرادي پلان‌ جوړونې ترعنوان لاندې د. . .

بیرته خبرونو ته