د ځاځیو کابلمېشته قومي شورا له لورې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مهارتونو د پراختیا د لوی ریاست مسؤلین وستایل شول
د ځاځیو کابلمېشته قومي شورا؛ د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مهارتونو د پراختیا د لوی ریاست په ځانګړې ډول د افغانجایکا مسؤلین د ستاینلیکونو او ډالیو په ورکړې سره وستایل.
ناسته کې د شورا څو تنو غړو خپلو خبرو کې بېکاره او بېوزله ځوانانو ته د فني او حرفوي زدکړو د برابرولو په برخه کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت لخوا د حرفې او کار زمینو د برابرولو له امله خوښي و ښوده او هیله یې څرګنده کړه چې د زیات شمېر ځوانانو د جذب زمینه برابره شي.
ورپسې د مهارتونو د پراختیا لوی رئیس د ځاځیو کابلمېشته قومي شورا څخه د مننې ترڅنګ، وویل په پام کې ده چې د فني او حرفوي زدکړو مرکزونو ته د کمیت او کیفیت له پلوه زیاته پاملرنه وشي.
په پای کې د ځاځیو قومي شورا له لورې د مهارتونو د پراختیا لوی رئیس مولوي عبدالواحد فایز، د فني او حرفوي زدکړو د مرکزونو رئیس مولوي میرحاتم امیري، د افغان جایکا مرکز مسؤل محمدطاهر بهیر، د دې مرکز د ځینو نورو مسؤلینو او استادانو کړنې او خدمات د ستاینلیکونو او ډالیو په ورکړې سره وستایل شول.