د کار او ټولنیزو چارو او مالیې وزارتونو د مسؤلینو ترمنځ د همغږئ ناسته وشوه؛

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مالي او اداري چارو معین مولوي دین محمد حقبین د مالیې وزارت له لوري د ورکړل شوي عوایدي هدف پلان د تطبیق په منظور؛ د یاد وزارت له اړونده مسؤلینو سره د خپل کار په دفتر کې د همغږۍ ناسته وکړه.
ناسته کې د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست حمایوي مرستیال مولوي منصورالحق ذاکر وویل: دا وزارت غواړي له نورو هغو وزارتونو سره، چې عایداتي منابع لري په مشترک ډول کار وکړي، ترڅو له یوې خوا ملي عواید په شفاف ډول را ټول او له بل پلوه ملي بودیجه ورڅخه تمویل شي، چې له نېکه مرغه د کار او ټولنیزو چارو وزارت د رهبرۍ د ښې پاملرنې له امله دا وزارت توانیدلی د ورکړل شوي پلان څخه ډېر عواید راټول کړي او دا د ستاینې وړ اقدام دی.
ورپسې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مالي او اداري چارو معین هم خپلو خبرو کې له داخلي عوایدو څخه د ملي بودیجې تمویل د پردیو له اتکا څخه د یوه خلاص افغانستان په لوري ستر ګام وباله او دې برخې ته لازمه پاملرنه یې د ټولو ادارو ګډ مسؤلیت یاد کړ. همداراز یې زیاته کړه: که څه هم د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ځینو نورو وزارتونو په پرتله محدود شمېر عایداتي سرچینې لري خو بیا هم په ټول توان هڅه کېږي، چې عواید په شفاف ډول راټول او د حکومت خزانې ته انتقال شي.
د ناستې په پای کې پرېکړه وشوه چې د دواړو وزارتونو څخه دې یوه کمېټه جوړه او په دې برخه کې له نږدې کار وکړي.