د کار نړیوال سازمان له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه؛

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۸:۳۹
x

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین مولوي محمد زاهد احمدزي، افغانستان کې مېشت د کار نړیوال سازمان د دفتر له رئیس ښاغلي رامین بهزاد سره کتنه کې د علاقې وړ مواردو په اړه بحث وکړ.
دا کتنه چې د کار چارو معین د کار په دفتر کې ترسره شوه؛ په کې دواړو لوریو د کار او ټولنیزو چارو وزارت او د کار نړیوال سازمان د دفتر ترمنځ د نږدې کاري اړیکو، مختلفو برخو کې د همکاریو د پراخېدو، وروسته پاتې ولایتونو کې ځوانانو ته د ښوونیزو پروګرامونو او ځینو نورو مواردو په اړه خبرې وکړې.
مولوي محمد زاهد احمدزي همداراز خپلو خبرو کې د کار نړیوال سازمان کلنیو کانفرانسونو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت او اړونده برخو د استازو د فعاله حضور او ونډې اخیستنې په اړه ټینګار وکړ او له ښاغلي رامین بهزاد یې وغوښتل، چې په دې تړاو دې د یاد سازمان له لوړپوړو مسؤلینو سره په تماس کې شي. چې د نوموړي له لوري د همکارۍ ډاډ څرګند شو

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۲۹
Background image

ننګرهار کې ۶۰۰ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

 

 د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او د ویژن سپلایی مؤسسې په همغږۍ؛ ۶۰۰ تنه هېوادوال د کوچنیو کاروبارونو جوړولو په حرفو کې د دوه‌میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۳۳
Background image

فراغت ۱۰۶ کارآموز از آموزش‌های فنی و حرفه‌ای در کاپیسا


به‌اساس تلاش و هم‌آهنگی ریاست کار و امور اجتماعی ولایت کاپیسا؛ ۱۰۶ کارآموز پس از سپری‌کردن دورهٔ آموزشی شش‌ ماهه در حرفه‌های ترمیم موتر، ترمیم کمپیوتر، ترمیم لوازم برقی و ترمیم موبایل؛. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۹
Background image

کابل کې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د پلچرخي د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه د اوومې ښوونیزې دورې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي کسان، له څلور میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته، د. . .

بیرته خبرونو ته