ننګرهار کې له ۵۹۰ تنو یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو سره د البسې او قرطاسیې توکو مرسته وشوه
د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو د روزنتون له ۵۹۰ تنو یتیمو او بېسرپرستو ماشومانو (هلکانو او نجونو) سره د البسې او قرطاسیې توکو (د ښوونځي جامې، بوټان، بیک، څادر او کتابونو) مرسته وشوه.
د دې مرستو د وېش پرمهال د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي فریدالله حقاني د دې روزنتون زدهکوونکو ته د خپلو خبرو پرمهال د اسلام سپېڅلي دین په رڼا کې د علم په ارزښت هر اړخیز معلومات شریک او له هغوی یې وغوښتل، چې له شته امکاناتو څخه اعظمي استفاده وکړي او خپل سیرت او صورت د اسلامي شریعت په طریقه برابر کړي.
ورپسې د اسلامیک ریلیف مؤسسې استازي په خپله لنډه وینا کې، د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست له ښې همغږۍ او همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ په راتلونکي کې یتیمو او بېسرپرستو ماشومانو ته د خدماتو د پراخېدو په اړه ټینګار وکړ.