د مالي او اداري چارو معین؛ د ارزګان ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس سره وکتل

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۰ - ۹:۱
n

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د اداري او مالي چارو معین مولوي دین‌محمد حقبین د ارزګان ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي ګل آغا حافظ اتل سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په کتنه کې د ارزګان ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس ګل‌آغا حافظ اتل د دې ریاست اړوند ستونزو، فرصتونو، فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات شریک او د وزارت له لوري د ارزګان ولایت ادارې ته د پاملرنې او ملاتړ څخه یې د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې هېوادوالو ته به د مؤثرو او ګټورو خدماتو په وړاندې کولو کې لا زیات هلې ځلې کوي.
 ورپسې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مالي او اداري چارو معین مولوي دین‌محمد حقبین په خپلو خبرو کې د ارزګان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست د هڅو او لاسته راوړنو څخه د ستاینې ترڅنګ، وویل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت به د دې ریاست د ادارې په پیاوړتیا او د کارکوونکو په ظرفیت لوړونه کې خپل ملاتړ روان ساتي.
مولوي حقبین همدارنګه، د بودجې د مصرف، د فني او حرفوي زده‌کړو، رد مرزي ماشومانو، زیانمنو اقشارو او د ادارې د لا ښه والي په موخه لازمې سلامشورې او سپارښتې وکړې

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۲۹
Background image

ننګرهار کې ۶۰۰ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

 

 د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او د ویژن سپلایی مؤسسې په همغږۍ؛ ۶۰۰ تنه هېوادوال د کوچنیو کاروبارونو جوړولو په حرفو کې د دوه‌میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۳۳
Background image

فراغت ۱۰۶ کارآموز از آموزش‌های فنی و حرفه‌ای در کاپیسا


به‌اساس تلاش و هم‌آهنگی ریاست کار و امور اجتماعی ولایت کاپیسا؛ ۱۰۶ کارآموز پس از سپری‌کردن دورهٔ آموزشی شش‌ ماهه در حرفه‌های ترمیم موتر، ترمیم کمپیوتر، ترمیم لوازم برقی و ترمیم موبایل؛. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۹
Background image

کابل کې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د پلچرخي د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه د اوومې ښوونیزې دورې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي کسان، له څلور میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته، د. . .

بیرته خبرونو ته