کونړ کې ۱۲۰ تنو ځوانانو ته د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شوه

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۰ - ۹:۶
n

 د کونړ ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو په هغه ولایت کې ۱۲۰ تنو بیکاره او بې‌مسلکه ځوانانو ته د بریښنا، فلزکارۍ او د موټرجوړونې په برخو کې  د شپږو میاشتو لپاره د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شوه؛ 
په هغه پرانېست‌غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه؛ د کوڼړ والي الحاج مولوي قدرت‌الله ابو حمزه وویل د ا.ا.ا مسؤلین هڅه کوي ، چې په هره برخه کې د ولس ستونزې حل کړي؛ او په ټولنه کې بیکاره ځوانانو ته د کاري زمینو برابرول او هغوی په مهارتونو سمبالول یې غوره بیلګه ده.
همدارنګه د کونړ ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئيس مجیب الله عمر وويل د دې شپږ مياشتني پروګرام تر څنګ د ریاست په هڅو په مرکز او ولسواليو کې ۸۰۰ نور ځوانان په بېلابېلو حرفو کې پر زده‌کړو بوخت دې، چې د مسلکي  او ماهر کاریګرو په توګه به ټولنې ته وړاندې شي

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۲۹
Background image

ننګرهار کې ۶۰۰ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

 

 د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او د ویژن سپلایی مؤسسې په همغږۍ؛ ۶۰۰ تنه هېوادوال د کوچنیو کاروبارونو جوړولو په حرفو کې د دوه‌میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۳۳
Background image

فراغت ۱۰۶ کارآموز از آموزش‌های فنی و حرفه‌ای در کاپیسا


به‌اساس تلاش و هم‌آهنگی ریاست کار و امور اجتماعی ولایت کاپیسا؛ ۱۰۶ کارآموز پس از سپری‌کردن دورهٔ آموزشی شش‌ ماهه در حرفه‌های ترمیم موتر، ترمیم کمپیوتر، ترمیم لوازم برقی و ترمیم موبایل؛. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۹
Background image

کابل کې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د پلچرخي د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه د اوومې ښوونیزې دورې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي کسان، له څلور میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته، د. . .

بیرته خبرونو ته