په کابل کې د فني او حرفوي زده‌کړو لپاره له ۱۶۰ تنو ځوانانو څخه ازموینه واخستل شوه کابل

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۸ - ۱۳:۵۰
کابل

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند؛ د فني او حرفوي زده‌کړو د زیانمنو اقشارو په مرکز کې د زده‌کړو د ترلاسه کولو لپاره د نویو زده‌کوونکو د جذب په موخه له ۱۶۰ تنه ځوانانو څخه په مختلفو (نلدوانی، ساختماني برېښنا او د موبایل ترمیم) حرفو کې په ډله‌ایزه توګه آزموینه واخستل شوه، چې له یادو ځوانانو څخه به یواځې ۹۰ تنه جذب شي او فني او حرفوي زده‌کړې به په نظري او عملي ډول ترلاسه کړي.

 په همدې مناسبت جوړه شوې غونډې ته د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د فني او حرفوي زده‌کړو د مراکزو د تنظیم رئیس مولوي عبدالواحد فایز په خپلو خبرو کې وویل: دغه ۹۰ تنه ځوانان به تر شپږو میاشتنیو  نظري او عملي زده‌کړو ورکولو وروسته به د ماهرو کاریګرو په توګه د کار بازار ته واړندې شي.

همداراز نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه؛ د کار او ټولنیز چارو وزارت هڅه داده تر څو په ټولنه کې د بیکارۍ کچه راټیټه، یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو ته د ژوند اسانتیاوې برابرې، راستنیدونکو کډوالو ته د اوسېدو ځای او کار په پیدا کولو کې همکاري او په ځانګړي ډول ځوانانو ته په بېلا بېلو برخو کې د فني او حرفوي زده‌کړو او همداشان د کار زمینه برابره کړي تر څو هغوی وکولي شي، چې خپل هیواد او ټولنې ته خدمت وکړي او خپلې کورنۍ ته حلاله نفقه پیدا کړي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۲۹
Background image

ننګرهار کې ۶۰۰ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

 

 د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او د ویژن سپلایی مؤسسې په همغږۍ؛ ۶۰۰ تنه هېوادوال د کوچنیو کاروبارونو جوړولو په حرفو کې د دوه‌میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۳۳
Background image

فراغت ۱۰۶ کارآموز از آموزش‌های فنی و حرفه‌ای در کاپیسا


به‌اساس تلاش و هم‌آهنگی ریاست کار و امور اجتماعی ولایت کاپیسا؛ ۱۰۶ کارآموز پس از سپری‌کردن دورهٔ آموزشی شش‌ ماهه در حرفه‌های ترمیم موتر، ترمیم کمپیوتر، ترمیم لوازم برقی و ترمیم موبایل؛. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۹
Background image

کابل کې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د پلچرخي د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه د اوومې ښوونیزې دورې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي کسان، له څلور میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته، د. . .

بیرته خبرونو ته