د کار انسټیټیوټ کې د ظرفیت‌لوړونې د برنامو لړۍ روانه ده

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۷ - ۱۰:۱۶
Kabul

د کار او ټولنیزو چارو وزارت انسټیټیوټ په هڅو د امارتي ادارو د کارکوونکو لپاره د نوښتګرو مدیرانو د روزنې په منظور د مدیریت بدلون تر عنوان لاندې پنځه ورځینی سیمینار جوړ شو.
د سیمینار په پرانیست غونډه کې د کار انسټیټیوټ رئیس شریف‌الله شرافت، په یوه اداره کې د بدلون اړتیا پېژندل، له نویو پرمختګونو سره ځان عیارول، د اغېزمنو اړیکو جوړول او کارکوونکو ته د بدلون د موخو، لارو او ګټو واضح کولو په اړه هر اړخیز معلومات شریک او له ګډونوالو یې وغوښتل، چې په دې پروګرام کې له ترلاسه شویو زده‌کړو، مهارتونو او تجربو څخه په استفادې هېوادوالو ته غوره او ګټور خدمات وړاندې کړي. نوموړي همداراز ډاډ څرګند کړ، چې د وخت اړتیاوو ته په کتو سره به په خپلو روزنیزو پروګرامونو او برنامو کې پراخوالی راولي.
د یادونې وړ ده، چې د کار انسټیټیوټ په هڅو، په کاپیسا ولایت کې هم د فني او حرفوي زده‌کړو د استادانو لپاره د مېتودو‌لوژي او د فني او حرفوي زده‌کړو د نصابونو د تطبیق تر عنوانونو لاندې دوه برنامې په عملي ‌ډول پيل شوې دي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

جمعه ۱۴۰۳/۷/۶ - ۱۰:۵۵
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري، چې مسلکي کادرونو د روزلو او کارپنځونې په پار، د راډیولوژۍ او بیومیډیک انجنيرۍ د وسایلو د ترمیم په برخو کې په لاندې شرایطو برابرو هېوادوالو ته . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۵:۲۷
Background image

توزیع البسهٔ زمستانی به ۲۲۵ طفل یتیم در کاپیسا

 

با فرارسیدن فصل سرما؛ ۲۲۵ طفل یتیم پرورشگاه ولایت کاپیسا؛ البسهٔ زمستانی از قبیل پیراهن و تنبان، جمپر، زیرپوشی، کرمچ و جراب به هزینهٔ ۳۳۸۲۰۰ افغانی با حضور داشت همکاران مقام ولایت تو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۰:۶
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزیر په هېواد کې د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر سره وکتل

د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري؛ نن د خپل کار په دفتر کې د افغانستان لپاره د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلی علي‌رضا بېکدلي سره وکتل او په دوه‌اړخیزه اړیکو په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۵:۸
Background image

کونړ کې ۵۶۳ تنه په زده‌کړو بوختو ځوانانو ته وسایل او خام مواد ووېشل شول 

د کونړ ولایت دکار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو؛ یاد ولایت د مرکز اسعدآباد په شمول په خاص کونړ او مرورې ولسوالیو کې ۵۶۳ تنه، چې د چرګانو روزنې او خیاطۍ په حرفوکې په زده‌کړو بوخت دي، د. . .

بیرته خبرونو ته