د فني او حرفوي زده‌کړو استادانو د ظرفیت‌لوړونې برنامه پیل شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۵ - ۱۴:۵۵
کار انسټیټیوټ

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار انسټیټیوټ په هڅو، د  فني او حرفوي زده‌کړو امارتي مرکزونو؛ استادانو لپاره د نصاب د تطبیق د څرنګوالي په اړه  پنځه ورځینی سیمینار جوړ شو.

د سیمینار په پرانیست غونډه کې د کار انسټیټیوټ رئیس شریف‌الله شرافت، له نویو پرمختګونو سره د فني او حرفوي زده‌کړو د معیارونو عیارول؛ شاګردمحوري او د نویو نصابونو د جوړښت او تدریس پر څرنګوالي هر اړخیز معلومات شریک او له ګډونوالو یې وغوښتل، چې په دې پروګرام کې له ترلاسه شویو زده‌کړو، مهارتونو او تجربو څخه په استفادې سره د فني او حرفوي زده‌کړو کمیت او کیفیت؛ دواړو ته پاملرنه زیاته کړي. نوموړي همداراز ډاډ څرګند کړ، چې د وخت اړتیاوو ته په کتو سره به په خپلو روزنیزو پروګرامونو او برنامو کې نړیوال معیارونه په پام کې نیسي.

د یادونې وړ ده، چې یاده برنامه د زیان‌منو اقشارو د په مرکزونو د ۱۹  تنو په تدریس بوختو استادانو لپاره په پام کې نیول شوې ده؛ چې ۵ ورځې به دوام وکړي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۳:۵۵
Background image

د کوچني اختر په مناسبت ۵۶۹ تنه یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو ته کالي ووېشل شو


ننګرهار ولايت د کار او ټولنيزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۵۶۹ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت  یوه یوه جوړه اختریزې جامې ترلاسه کړې.  
د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۳:۴۸
Background image

بلخ، ارزګان، بدخشان او پکتیا ولایتونو کې ۲۸۲۴ اړمنو کورنیو، یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو د نقدي پیسو، البسې او خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې


  د بلخ، ارزګان، بدخشان او پکتیا ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو په هڅو او همغږۍ؛ ۲۸۲۴ اړمنو کورنیو، یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو، چې په بلخ کې ۱۳۷۹، په بدخشان کې ۲۸۰، په پکتیا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۳
Background image

د ټولنیزو چارو معین د عامې روغتیا له وزیر سره وکتل


د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو چارو معین الحاج مولوي عبیدالله امین‌زاده او ورسره مل پلاوي د عامې روغتیا له وزیر الحاج مولوي نورجلال جلالي سره وکتل. 
په کتنه کې د دواړو لوریو. . .

بیرته خبرونو ته