د رغېدلو معتادینو لاسي تولیدات د افغانستان په نړیوال نندارتون کې نندارې ته وړاندې شول

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۹:۹
رغیدلو معتادینو محصولات

 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت تر چتر لاندې؛ پلچرخي کمپ رغېدلو معتادینو؛ چې په بېلا بېلو حرفو کې تر نظري او عملي زده‌کړو ترلاسه کولو وروسته؛ په خپل لاس جوړ کړي تولیدات د افغانستان په نړیوال نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړل.
په یاد نندارتون کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د پلچرخي کمپ د رغېدلو معتادینو د خیاطۍ، بوټ جوړونې، بیک‌ګنډلو او د کورنیو برېښنایي وسایلو د ترمیم په حرفو کې تولیدات شامل دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان په نړیوال نندارتون کې د ټول هېواد په سطحه د امارتي او غیر امارتې شرکتونو؛ صنعت کارانو، فابریکو او فارمونو هم خپل توکی نندارې ته وړاندې کړل؛ ترڅو سوداګریزې اړیکې پیاوړې، د صادراتو کچه پراخه، نوي پانګوال او مشتریان را جذب، فرهنګي او علمي تجربې پیاوړې کړي او عام خلک له صنعت، کرنې، ټکنالوژۍ، روغتیا او د نورو برخو له تولیداتو او محصولاتو سره بلد کړي.
د یادونې وړ ده، چې په یاد نندارتون کې بهرنیو ننداره چیانو هم ګدون کړی وه؛ چې د جوزا تر یوولسمې به د ټولو هېوادوالو پر مخ پرانېستی وي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۱:۵۱
Background image

بلخ کې ۲۹ اړمنو او بېوزلو کسانو ته د کوچنیو کاروبارونو زمینه برابره شوه

د بلخ ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛  ۲۹ اړمنو او بېوزلو اشخاصو ته، چې د یوې شفافې او منظمې سروې په ترڅ کې تشخیص شوي وو؛ د کوچنیو کاروبارونو د برابرولو په موخه، هر. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۴:۵۶
Background image

د کار انسټیټیوټ له لوري د کار او ټولنیزو چارو وزارت کارکوونکو ته ښونیز پروګرام پیل شو

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند؛ د کار انسټیټیوټ له لورې د یاد وزارت څه باندې ۳۰ تنه کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په موخه د آفیس پروګرامونو ۴۵ ورځینی ښونیز پروګرام پیل شو.

په یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۳:۳۸
Background image

کابل کې ۳۶۱۸ تنه یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو د څه باندې ۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت ته البسه توکي ووېشل شول

کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د ماشوم ساتنې ریاست په هڅو او همغږۍ د کابل ولایت له بېلابېلو ولسوالیو څخه ۳۶۱۸ تنه یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو ته ژمنۍ البسه و ویشل شوه؛ په دغو مرستو کې هر. . .

بیرته خبرونو ته