د کار او ټولنیزو چارو وزارت کې درې ورځینی ښوونیز ورکشاپ پیل شو

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند؛ د کار انسټيټیوټ له لوري د وزارت بېلابیلو ریاستونو کارکوونکو ته د ظرفیتلوړونې په موخه له ادارې سره د کارکوونکو د کاري مناسباتو د تنظیم تر نامه لاندې درې ورځینی ښوونیز ورکشاپ پیل شو.
د ورکشاپ ګډونوالو ته د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار انسټیټیوټ استاد محمد فهیم عثماني په خپلو خبرو کې د کارکوونکو د کاري حقوقو د تأمین، د کاري اړیکو پیاوړتیا، د کارکوونکو پر وړاندې د ادارې مکلفیتونو، د اجباري کار ممنوعیت، د مزد د اجزاوو، ضمایمو او د کاري انضباط په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل.
همداراز نوموړي په خپلو خبرو کې له ګډونوالو وغوښتل؛ چې په دې ورکشاپ کې له ترلاسه شویو زدهکړو، مهارتونو او تجربو څخه په استفادې هېوادوالو ته غوره او ګټور خدمات وړاندې کړي.