په هرات کې کورنیو وګړو ته د کار جوازونو د وېش برېښنايي سیستم پرانېستل شو 

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۴:۱۹
الیکترونیکي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په هڅو؛ د هرات په ولایت کې کورنیو وګړو ته د کار جواز د وېش برېښنايي سیستم پرانېستل شو.
په پرانیست غونډه کې د هرات ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس میرزا‌محمد ابومنصور په خپلو خبرو کې وویل: برېښنايي حکومتولي د نظم، سهولت او شفافیت په رامنځته کېدو، د جعل او د وخت د ضایع کېدو د مخنیوي او په خپل وخت هېوادوالو ته د چټکو خدماتو د وړاندې کولو په لارو کې اړینه او هم د وخت اړتیا ده.
همداراز نوموړي زیاته کړه، چې د دې نوي برېښنايي سیستم په تطبیق سره به هېوادوالو ته پراخې آسانتیاوې برابرې شي، او د کار جواز ترلاسه کول به له دې وروسته په آسانه، چټک او شفاف ډول تر لاسه کوي.
ورپسې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس آغامحمد حیدري په خپلو خبرو کې څرګنده کړه، چې یاد سیستم د وزارت له مرکزي سیستم سره نښلول شوی، او د هېواد په کچه همغږي لري او د دې سیستم په پلي کېدو سره به هیڅ څوک ونشي کولی چې په یو وخت کې دوه ځایه دندې ولري او ور سره به د کار جوازونو د ورکړې پروسه به معیاري، شفافه او منظمه شي.
نوموړي په پای کې وویل، چې له یاد سیستم سره هم‌مهاله یو شمېر نور برېښنايي سیستمونه لکه د روزنتونونو برېښنايي مدیریت، د مرستو وېش، لوازمو ثبت، املاکو مدیریت، نظارت او راپور ورکونې سیستمونه هم فعاله شوي ترڅو کارکوونکو ته په چارو کې آسانتیاوې او هېوادوالو ته د غوره خدماتو په وړاندې کولو کې ښه والی رامنځته شي.
د یادونې وړ ده، یاد سیستم د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د حکم د تطبیق په موخه فعال شوی دی، چې له مخې یې هېڅوک اجازه نه لري په یو وخت کې دوه ځایه دندې ولري او له دې وړاندې په کابل او ننګرهار ولایتونو کې هم پرانېستل شوی وو او دا لړۍ دوام لري.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

جمعه ۱۴۰۳/۷/۶ - ۱۰:۵۵
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري، چې مسلکي کادرونو د روزلو او کارپنځونې په پار، د راډیولوژۍ او بیومیډیک انجنيرۍ د وسایلو د ترمیم په برخو کې په لاندې شرایطو برابرو هېوادوالو ته . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۵:۲۰
Background image

د کار چارو معین نویو راستنېدونکو هېوادوالو ته د کارموندنې په موخه په افغانستان کې UNHCR سازمان له سرپرستې سره وکتل

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین الحاج مولوي محمدزاهد احمدزي د خپل کار په دفتر کې نویو راستنېدونکو هېوادوالو ته د کارموندنې په موخه په افغانستان کې UNHCR سازمان له سرپرستې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۵:۴۳
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت کې د پلان‌جوړونې روزنیز پروګرام جوړ شو

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ ریاست له لوري؛ دا ځل د مقام اړوند د بېلابېلو ریاستونو کارکوونکو ته د ظرفیت‌لوړونې په موخه، د کارکوونکو انفرادي کلنی پلان‌جوړونې ترعنوان. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۴:۲۳
Background image

د کار چارو معین د افغانستان بانک له لوی رئیس سره ولیدل

د کار ملي کانفرانس د ژمنو د تعقیب، په ټولنه کې د کوچنیو او منځیو کاروبارونو د ترویج او ودې او په ټوله کې کورنیو او بهرنیو پانګه‌اچوونکو ته د نورو اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه د کار. . .

بیرته خبرونو ته