د کار انسټیټیوټ له لوري د بشري ځواک د لوی ریاست کارکوونکو ته ښوونیزه برنامه پیل شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۵:۲۸
کار انسټیټیوټ

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار انسټیټیوټ له لوري د بشري ځواک د لوی ریاست کارکوونکو ته له ادارې سره د کارکوونکی د کاري مناسباتو د تنظیم  تر نامه لاندې؛ څلور ورځینۍ ښوونیزه برنامه پیل شوه.

په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته د کار بازار د مطالعې رئیس  مولوي میرحاتم امیري په خپلو خبرو کې د کار انسټیټیوټ له فعالیتونو څخه د مننې سربېره د یادې ښوونیزې برنامې په ارزښت، کارکوونکو د کاري حقوقو د تأمین، په اداره کې د کاري اړیکو پیاوړتیا، د کارکوونکو پر وړاندې د ادارې مکلفیتونو، د اجباري کار ممنوعیت، په یوه اداره کې د کار کوونکو ترمنځ په همغږۍ، په چارو کې همکارۍ، د مزد د اجزاوو، ضمایمو او د کاري انضباط په اړه معلومات شریک کړل.

همداراز نوموړي په خپلو خبرو کې له ګډونوالو وغوښتل؛ چې په دې ښوونیزه برنامه کې له ترلاسه شویو زده‌کړو، مهارتونو او تجربو څخه په استفادې هېوادوالو ته غوره او ګټور خدمات وړاندې کړي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۹:۲۴
Background image

د کارګر حقوق یوازې په اسلامي شریعت کې خوندي دي


د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملاعبدالمنان عمري د کارګر نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په خپلې وینا کې وویل: د نړۍ ټولو حقوقي نظامونو په پرتله یوازې اسلامي شریعت دی؛ چې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۳۳
Background image

ننګرهار کې ۴۵ تنه راستانه شوي هېوادوال له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

 د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۴۵ تنه راستانه شوي هېوادوال په سولر او انورټر حرفو کې د شپږ میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته فارغ او د ۲۹۲۵۰۰ افغانیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۳۴
Background image

د بلخ ولایت د خصوصي سکټور له مسوولینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي بلخ ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د خصوصي سکټور له مسوولینو سره وکتل. 
ناسته کې د دې ولایت د سوداګرۍ او پانګونې. . .

بیرته خبرونو ته