د لوړې کچې د همغږۍ په غونډه کې د کار چارو معين ګډون او وینا وکړه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۴:۵۶
بهرنیو چارو وزارت

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د بهرنیو چارو وزارت په مقر کې چې د لوړې کچې د همغږۍ په غونډه کې د امارتي ادارو مسؤلینو او ملي او نړيوال بنسټونو استازو هم حضور درلود ګډون او وینا وکړه.
د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په خپلو خبرو کې وویل: افغانستان په تېرو څو لسیزو کې د سیاسي کړکېچونو، امنیتي بې‌ثباتۍ او اقتصادي ستونزو له امله له ژورو ټولنیزو او بشري ننګونو سره مخ شوی دی. دا چې د اسلامي امارت په بیا ځلې حاکمیت سره په هېواد کې امنیت تأمین شوی او د زیانمنو خلکو د ملاتړ او بشري مرستو رسونې بهیر اسانه شوی، خو د تېرو اوږدمهالو بحرانونو اغېزې لا هم پر خلکو پاتې دي. د بېکارۍ لوړه کچې، د خلکو بېځایه کېدو، د اقلیمي بدلون ناوړه پایلو، او د بنسټیزو خدمتونو کمښت د دې لامل شوي، چې د زیانمنو قشرونو اړتیاوې څو چنده ډېرې شي. په ځانګړي ډول مزمنه بېکاري، د راستانه‌شویو او بېځایه‌شویو کورنیو ملاتړ، سرپناه، د پاکو اوبو او حفظ‌الصحې خدماتو ته لاسرسی، بشري مرستې، او د یتیمانو او بې‌سرپرستو ماشومانو پالنه او ملاتړ هغه عاجلې اړتیاوې دي چې لا هم جدي پاملرنې او منظمو پروګرامونو ته اړتیا لري.
مولوي احمدزي زیاته کړه، د کار او ټولنیزو چارو وزارت د اوږدمهالې او پایدارې کارپنځونې اړینې برنامې طرحه کړي او بشپړ چمتوالی لري، چې د ملګرو ملتونو په همکارۍ سره یې پلي کړي. چې د دغو برنامو تطبیق به د بېکارۍ او فقر په کمېدو کې رغنده رول ولوبوي. همدارنګه نوموړې د خپلو خبرو په دوام کې وویل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت د همکارو ادارو سره  په همغږۍ هڅه کوي، چې هېوادوالو ته د فني او  حرفوي زده‌کړو، مهاجرو او راستنېدونکو هېوادوالو ته د کاري فرصتونو، د یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو، بېوزلو او اړمنو اقشارو ملاتړ ته پراخه پاملرنه وکړي؛ ترڅو په هېواد کې د بیکارۍ کچه راټیټه شي.
مولوي احمدزي وویل: په هېواد کې د بېکارۍ او بې‌وزلۍ کچې راټیټولو په موخه د کار او ټولنیزو چارو وزارت وتوانید چې تېر کال د کار ملي کانفرانس په لاره واچوي او په هغه کې له امارتي او غیرامارتي ادارو څخه د ۱.۵ میلیونه کاري فرصتونو د پنځونې تعهدات واخلي؛ همدې اصل ته په کتو د کار او ټولنیزو چارو وزارت  په ټول هېواد کې د روان ۱۴۰۴ هـ.ش کال له پیل څخه تر اوسه پورې ۳۶ زره تنو داخلي او خارجي اتباعو ته د کار جوازونه ویشلي، د هېواد په سطحه د ۹۰۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلو او ۴۰۰۰۰ تنه نورو ځوانانو ته د فني او حرفو زده‌کړو زمینه برابره کړې‌ده.
مولوي احمدزي په پای کې له نړیوالو بنسټونو وغوښتل، چې د افغانستان اسلامي امارت له لوري د رامنځته شویو اسانتیاوو او شته فرصتونو څخه په اعظمي توګه ګټه واخلي او خپلې مرستې د اسلامي او افغاني ارزښتونو په رڼا کې، د افغانستان د خلکو اړتیاوو ته په کتو تنظیم کړي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۳۴
Background image

د بلخ ولایت د خصوصي سکټور له مسوولینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي بلخ ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د خصوصي سکټور له مسوولینو سره وکتل. 
ناسته کې د دې ولایت د سوداګرۍ او پانګونې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۳۲
Background image

توزیع پول نقد بیش از ۱.۱ میلیون افغانی برای اطفال یتیم و بی‌سرپرست در بغلان


به‌اساس تلاش و هم‌آهنگی ریاست کار و امور اجتماعی ولایت بغلان؛ ۱۲۳ طفل یتیم و بی‌سرپرست، (هر طفل ۹۵۰۰) در مجموع مبلغ ۱۱۶۸۵۰۰ افغانی؛ پول نقد به‌دست آوردند.
قاری نصرت‌الله پارسا، رئیس. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۴۳
Background image

لغمان کې ۱۳۶ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته د ۱.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د نغدي پیسو مرسته ووېشل شوه


د لغمان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛  ۱۳۶ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو (هر ماشوم ته ۱۰۲۹۴)؛ مجموعاً د ۱۴۰۰۰۰۰ افغانیو په ارزښت نغدي مرسته وشوه.
د مرستې د وېش. . .

بیرته خبرونو ته