پکتیا کې څلوښت تنه ځوانانو ته د کوچنیو کاروبارونو د برابرولو په موخه کاري وسایل ووېشل شول

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۰
پکتیا

د پکتیا ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست د هڅو او همغږۍ، ۴۰ تنه ځوانانو ته د ۳۰۰۰۰۰ افغانیو په ارزښت د کوچنیو کاروبارونو د زمېنې برابرولو په موخه، چې د ودانیزې برېښنا او موټرسایکل ترمیم په برخو کې یې خپلې زده‌کړې بشپړې کړې وې، د خپلو اړوندو حرفو کاري وسایل وویشل شول.

د وسایلو د وېش پرمهال د پکتیا و لایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست استازي په خپلو خبرو کې د EPDO همکارې موسسې څخه د مننې سربېره وویل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت هڅه کوي، چې په هېواد کې د بېکارۍ د کچې راټیټولو په موخه هېوادوالو ته په بېلابېلو برخو کې د کار زمینه برابره کړي.

په پای کې له مستفیدینو څخه وغوښتل، چې له ورکړل شویو کاري وسایلو څخه په سمه توګه استفاده او له دې لارې خپلو کورنیو ته حلاله نفقه پیدا کړي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۳:۴۴
Background image

د روزنتونو ممتاز زده‌کوونکي وستایل شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په هڅو، په هېواد کې د روزنتونونو د زده‌کوونکو د درسي بهیر د ارزونې په موخه څلور نیم‌میاشتنۍ ازموینې واخیستل شوې، چې په دې لړ کې هغه زده‌کوونکي چې غوره پایلې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۳:۵۱
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزیر، په بهر کې افغان کارګرانو ته د کارموندنې خصوصي شرکتونو له استازو سره وکتل


د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري د خپل کار په دفتر کې؛ د کارموندنې خصوصي شرکتونو له استازو سره نوبتي ناسته وکړه.
د ناستې په پیل کې، په بهر کې افغان کارګرانو ته د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۳:۴۶
Background image

ارزګان کې ۱۰۹ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

د ارزګان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ، په مرکز ترینکوټ کې ۱۰۹ تنه  له زیان سره د مخ اقشارو ځوانان؛ د موټرسایکل ترمیم، خیاطۍ، د موټرو انجن ترمیم او د موبایل ترمیم په. . .

بیرته خبرونو ته