د تقنین او د کار حقوقو ریاست ۱۰۶۰ مورده کتبي او شفاهي حقوقي مشورې ورکړې دي

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۳۹
تقنین ریاست

د افغانستان اسلامي امارت تر بیاځلي حاکمیت وروسته، د کار او ټولنیزو چارو وزارت د تقنین او د کار حقوقو ریاست توانیدلی، چې د کار په برخه کې د امارتي او غیرامارتي ادارو کارکوونکو، کارګرانو او کارګمارونکو ته د حقوقو د تأمین، صلاحیتونو، مکلفیتونو او د اختلافاتو د مخنیوي او حل په برخو کې ۶۳۰ عنوانه کتبي او  ۴۳۰ مورده شفاهي حقوقي مشورې ورکړې دي.
همداراز یې د کار اړوند ۳۷ عنوانه تقنیني اسنادو باندې د بیاځلي کتنې سربېره؛ د کار قانون مسودې نوې طرحه تدوین کړې، چې د تدقیق پړاوونه یې بشپړ شوي او د توشیح په منظور د مشرتابه عالي مقام ته وړاندیز شوې ده. په همدې توګه د اړوندو همکارو ادارو په مرسته یې د افغان کارګرانو د ملي اتحادیې نوې اساسنامه چمتو کړې او هم یې د وزارت د دندو او مکلفیتونو او د ټولنیز ملاتړ  د تنظیم د قوانینو د مسودو طرحې او د کار انیسټیټیوټ، راستنېدونکو افغانانو ته د کارموندنې د لارو چارو د برابرېدلو او بهرنیو او کورنیو وګړو ته د کار جواز د وېشلو د څرنګوالي نوي طرزالعملونه ترتیب او د روزنتونونو او ټولنیزو تأمیناتو د تنظیم ریاستونو کاري لارښودونه د اجرااتو په موخه چمتو کړي دي

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۲۹
Background image

ننګرهار کې ۶۰۰ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

 

 د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او د ویژن سپلایی مؤسسې په همغږۍ؛ ۶۰۰ تنه هېوادوال د کوچنیو کاروبارونو جوړولو په حرفو کې د دوه‌میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۳۳
Background image

فراغت ۱۰۶ کارآموز از آموزش‌های فنی و حرفه‌ای در کاپیسا


به‌اساس تلاش و هم‌آهنگی ریاست کار و امور اجتماعی ولایت کاپیسا؛ ۱۰۶ کارآموز پس از سپری‌کردن دورهٔ آموزشی شش‌ ماهه در حرفه‌های ترمیم موتر، ترمیم کمپیوتر، ترمیم لوازم برقی و ترمیم موبایل؛. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۹
Background image

کابل کې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د پلچرخي د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه د اوومې ښوونیزې دورې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي کسان، له څلور میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته، د. . .

بیرته خبرونو ته