د بېکارۍ کچې د راټیټولو او کاري فرصتونو د برابرولو په موخه د تجارت او پانګونې د طرحې د تحلیل او ترتیب لپاره د ګډې کمېټې ناسته ترسره شوه
د کار او ټولنیزو چارو وزارت په مشرۍ، د معدن او پټرولیم، صنعت او سوداګرۍ، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، لوړو زدهکړو او اقتصاد وزارتونو، کابل ښاروالۍ، د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې، د سوداګرۍ او پانګونې، د صنعت او کانونو، د زراعت او مالدارۍ خونو، د کارموندنې خصوصي شرکتونو، صنفي اتحادیو او کارګرانو اتحادې او بنسټونو په همغږۍ، په هېواد کې د بېکارۍ د کچې په راټیټولو او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په موخه د تجارت او پانګېاچونې ګډې طرحې د جوړولو لپاره ناسته وشوه.
په پیل کې د یادو امارتي ادارو او خصوصي سکتور استازو د تجارت او پانګونې په ډګر کې د خپلو شته فعالیتونو او راتلونکو پلانونو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او د ملي اقتصاد پیاوړتیا، د پانګونې جذب، د سکتوري ادارو ترمنځ د همغږۍ د زیاتوالی، د خصوصي سکتور پیاوړتیا، له ګاونډیو هېوادونو څخه د راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د کاري فرصتونو د برابرولو او په ټوله کې په هېواد کې د بېکارۍ د کچې راټیټولو پر څرنګوالي خبرې وشوې.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار معینیت مشاور محمدکریم حنفي په مشرۍ جوړه شوې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې اړوندې ادارې به د ګډو کاري پلانونو له لارې عملي ګامونه واخلي او د دوامدارو همکاریو په رڼا کې به د پانګونې او سوداګرۍ سکتور د پیاوړتیا لپاره د یوې هر اړخیزې او خوځندې طرحې د ترتیب او تطبیق لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي، ترڅو هېوادوالو ته په بېلابېلو برخو کې د کاري فرصتونو زمینه برابره شي.
د یادونې وړ ده؛ چې په یاده ناسته کې د پورته ذکر شویو امارتي ادارو د استازو سربېره؛ د قواعدو او کار چارو سمون رئیس مولوي احمدحسین مدني، د معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس آغامحمد حیدري هم حضور درلود.
