لغمان کې ۲۴۰ تنه ځوانانو ته د فني او حرفوي زدهکړو زمینه برابره شوه
د لغمان ولایت د کار او ټولنيزو چارو ریاست په هڅو؛ ۲۴۰ تنه ځوانانو ته د موبایلترمیم، موټرسایکل ترمیم، خیاطۍ او برېښنا په حرفو کې د زدهکړو زمینه برابره شوه.
په پرانیست غونډه کې د لغمان ولایت د کار او ټولنيزو چارو رئيس الحاج مولوي سیدجمالالدین هاشمي په خپلو خبرو کې وویل: یاد ځوانان به تر شپږ میاشتنیو نظري او عملي زدهکړو د ترلاسه کولو وروسته د کار بازار ته داخل او خپلو کورنیو ته به د حلالې نفقې د پيداکولو سبب وګرځي.
همداراز نوموړي د خپلو خبرو په دوام له زدهکوونکو څخه وغوښتل، چې له وخت او زدهکړو څخه په غوره توګه استفاده وکړي، ترڅو په راتلونکي کې خپلو هېوادوالو ته په بېلابېلو برخو کې خدمات وړاندې کړي.
په پای کې د لغمان ولایت مرستیال والي حافظ انځرګل عبدالله هم په هېواد کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت د فعالیتونو د ستاینې سربېره ځوانانو ته په خطاب کې وویل؛ تاسو د هېواد پانګه یاست، هیله ده خپلې زدهکړې د هېواد د خدمت او پرمختګ لپاره وکاروئ، په صداقت او ژمنتیا سره خپل مسئولیت اداء کړئ.
