نورستان ولایت د فني او حرفوي زده کړو مرکز څخه ۴۸۲ تنه فارغ شول.
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د نورستان ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئيس عمرالله کامران وویل: د فني او حرفوي زده کړو دغه پروګرام د ډاکار مؤسسې او نورستان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په ګډه همکارۍ د نورستان خلکو لپاره جوړ شوی وو، چې په ترڅ کې یې ۴۸۲ تنه خویندو ا وروڼو ته د کمپيوټر، موبائيل جوړولو، خیاطۍ، نجارۍ او کندنکارۍ برخو کې د مسلکي استادانو له خوا شپږ میاشتې عملي او نظري زده کړې ور کړل شوې.
عمران الله کامران همدارنګه زیاته کړه، چې فني او حرفوي زده کړې د کار موندنې او اقتصادي پياوړتیا برخو کې مهمې دي، نوموړي د نورستان خلکو لپاره د ورته پروګرامو د عملي کولو په برخه کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت رهبرۍ له پاملرنې او همکارو ادارو له مرستو څخه مننه و کړه.
د نورستان ولایت مرستیال محمد هاشم فیضي د خپلو خبرو په ترڅ کې شاګردانو ته، د فراغت د مبارکۍ تر څنګ له هغوی و غوښتل، څو هغه حرفې چې دوی په دې پروګرام کې زده کړي، نورو هیوادوالو ته هم و رسوي.
غونډه کې د نورستان ولایت د اقتصاد رئيس بخت الله صافي، نورستان ولایت کې د ډاکار مؤسسې مسؤل محمد امین اخندزاده او د پارون د قومي شورا مشر مولوي کریم الله هم خبرې و کړې، دوی د ورته برنامو له عملي کولو خوښي څرګنده کړه او د همکارو ادارو له مسؤلینو د مننې تر څنګ یې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه و کړه.
د ویلو دی، چې د فني او حرفوي زده کړو فارغانو تر فراغت وروسته د ملاتړ او شخصي کارونو پيلولو په موخه هغوی ته کاري ټولکیت ( اړوندو څانګو کاري وسائيل) هم ور کړل شول.