انسان له سهوې او خطا خالي نه دی، د قید موده مو په یو فرصت بدله کړئ.

د کار او ټولنیزو چارو وزیر بشیر احمد ته ینج په داسې حال کې چې د کاري چارو مرستیال سید عبدالکریم هاشمي او ځینو رئيسانو یې هم ملتیا کوله، هرات ولایت ته د خپل کاري سفر په دویمه ورځ د ماشومانو د اصلاح او تربیې مرکز ته لاړ او د یادو ماشومانو له استازو سره په لیدنه کې یې وویل: انسان له سهوې او خطا خالي نه دی، هڅه و کړئ خپله د قید موده مو په یو فرصت بدله او یو فن زده کړئ؛ ځکه ټولنه تاسو ته اړتیا لري.
بشیر احمد ته ینج زیاته کړه، چې متضرره ماشومانو ساتنه او ملاتړ زموږ مسؤلیت او کاري لومړیتوبونو څخه دی، نوموړي وویل، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت رهبرۍ د دې قشر ماشومانو ملاتړ او هغوی ته د فن او حرفې زمینې برابرولو په برخه کې ژمنه ده او په دې هیله چې تاسو هم له دې فرصتونو څخه عظیمه ګټه پورته کړئ.