پکتیا کې د فني او حرفوي زدهکړو د مرکز له ۱۸۰ تنو زدهکوونکو سره مرسته وشوه

د پکتیا ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست؛ د دې ریاست اړوند د فني او حرفوي زدهکړو مرکز له نشهیي توکو څخه د رغېدلو کسانو د ظرفیتلوړونې برنامې د ۱۸۰ تنو زدهکوونکو له کورنیو سره د نقدي پیسو، روغتیايي کڅوړو او خیاطۍ حرفې د وسایلو مرسته وکړه.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د خپلو نورو مسؤلیتونو سربېره په نشهیي توکو د روږدو هېوادوالو د راټولونې او درملنې ترڅنګ په مرکز او ولایاتو کې د دې وزارت اړوند د فني او حرفوي زدهکړو په مراکزو کې دې کسانو ته د کار بازار د اړتیاوو مطابق د زدهکړو زمینه برابروي، چې تر فراغت وروسته په اړوندو برخو کې خپلو هېوادوالو ته د خدمت جوګه شي.
د یادونې وړ ده، چې هرې کورنۍ ته ۶۷۰۰ افغانۍ د کندهار کډوالو مؤسسې (KRO) په مالي ملاتړ په پکتیا ولایت کې پر نشهیي توکو روږدو، اړمنو او بېوزلو کورنیو وویشل شوې.