د کار چارو معین د کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو سره د مبارزې له معین سره وکتل
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو سره د مبارزې له معین الحاج ملا عبدالحق همکار سره وکتل.
په کتنه کې د نشهیي توکو سره د مبارزې معین الحاج ملا عبدالحق همکار وویل: د افغانستان اسلامي امارت په ځانګړې توګه د کورنیو چارو وزارت له نشهیي توکو سره جدي مبارزه خپل مسؤلیت ګڼي، چې تر دې مهاله یې په ټول هېواد کې د نشهیي توکو کرکېله صفر ته راټیټه کړېده، په مختلفو ولایتونو کې یې پر نشهیي توکو روږدو کسانو لپاره مرکزونو جوړ کړي، چې د مختلفو ادارو په همکارۍ یې تر درملنې وروسته ګڼ شمېر له اعتیاد څخه رغېدلي کسان خپلو کورنیو ته سپارلي دي.
ملا عبدالحق همکار د خپلو خبرو په دوام د کار او ټولنیزو چارو وزارت د پخوانیو همکاریو څخه په مننې له اعتیاد څخه رغېدلو اشخاصو ته د غوره کاري فرصتونو د ایجاد په برخه کې د کار ټولنیزو چارو وزارت ونډه اړینه وګڼله او د دې وزارت له رهبرۍ څخه یې وغوښتل، چې یادو اشخاصو ته د فني او حرفوي زدهکړو په برنامو کې لازیاتوالی راولي.
ورپسې د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په خپلو خبرو کې وویل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت د خپلو مسؤلیتونو مطابق له بېلابېلو ادارو سره نږدې کاري اړیکې لري، چې دې ته په کتو سره د هېواد په اوو زونونو کې له اعتیاد څخه رغېدلو کسانو ته په خپلو مرکزونو کې د فني او حرفوي زدهکړو زمینو برابرول یې هم یو مهم مسؤلیت ګڼل کېږي، چې تر دې مهاله یې له ۳۰۰۰ څخه زیات کسان ټولنې ته د ماهرو کاریګرو په توګه وړاندې کړي او په لسګونه تنه نورو په مختلفو برخو کې پر عملي او نظري زدهکړو بوخت دي.
د کار چارو معین همدارنګه زیاته کړه، چې له دې شومې پدیدې سره مبارزه د ټولنې د هر کس مسؤلیت دی او ډاډ یې ورکړ، چې له اعتیاد څخه د رغېدلو اشخاصو لپاره به د فني او حرفوي زدهکړو په برخه کې له هېڅ ډول همکاریو څخه دریغ ونهکړي