مالي او اداري چارو معین د تفتیش لوی  ریاست له مسؤلینو سره وکتل

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۹ - ۱۵:۴۵
کابل

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مالي او اداري چارو معین الحاج مولوي دین‌محمد حقبین د خپل کار په دفتر کې د تفتیش ریاست له مسؤلینو سره وکتل.
په پیل کې د تفتیش لوی ریاست استازو د خپلو فعالیتونو، لاسته راوړنو، کاري پلانونو او نظارت په تړاو، چې له ټولو امارتي او غیر امارتي ادارو په خاص ډول د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مرکزي او ولایتي ریاستونو څخه یې ترسره کړي؛  خبرې اترې وکړې او د تفتیش او نظارت په برخه کې یې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له پوره همکاریو څخه ستاینه او مننه وکړه.
ورپسې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مالي او اداري چارو معین الحاج مولوي دین‌ محمد حقبین په خپلو خبرو کې د تفتیش لوی ریاست له فعالیتونو او لاسته‌راوړنو د ستاینې سربېره وویل: د تل لپاره باید د حق، عدالت او شفافیت پیروي وکړو او د امارتي او غیر امارتي ادارو کارمندانو ته خپلې نیمګړتیاوې ورپه ګوته کړو ترڅو ننګونې یې له منځه لاړې شي او په چارو او د خدماتو په وړاندې کولو کې غوره‌والی راشي.
همداراز نوموړي په خپلو خبرو کې د یاد ریاست له مسؤلینو څخه د لا زیاتو هلو ځلو او همکاریو غوښتنه وکړه، ترڅو په کارونو کې د ښه والي او چټکتیا تر څنګ؛ روڼتیا، اعتماد او اخلاص هم رامنځته شي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

اطلاعیهٔ وزارت کار و امور اجتماعی!

وزارت کار و امور اجتماعی در نظر دارد تا  در ۲۳ حرفۀ مسلکی و شغل‌های تخصصی جدید؛  ۳۰۰۰ بست‌های کشور شاهی قطر، در سرتاسر کشور برای کارگران ماهر و مسلکی  و نیز افرادی که در طی یک سال اخیر . . .

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۰:۶
Background image

دیدار وزیر کار و امور اجتماعی با سفیر جمهوری اسلامی ایران

 
الحاج ملا عبدالمنان عُمری، وزیر کار و امور اجتماعی، امروز در دفتر کار‌ش با آقای علی‌رضا بیکدلی، سفیر جمهوری اسلامی ایران در افغانستان، دیدار و گفت‌وگو کرد. 
 در این دیدار دو طرف. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

توزیع پول نقد به‌ارزش بیش از شش‌ونیم میلیون افغانی در بلخ

 

به اساس تلاش و هم‌آهنگی ریاست کار و امور اجتماعی بلخ، برای ۱۹۸ طفل کارگر روی جاده و آسیب‌پذیر آن ولایت پول نقد پرداخت شد.
الحاج مولوی عبدالرحیم قانت ریس کار و امور اجتماعی ولایت بلخ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۴:۲۴
Background image

دیدار وزیران کار و امور اجتماعی و امور داخله

الحاج ملا عبدالمنان عمری، وزیر کار و امور اجتماعی با الحاج خلیفه سراج‌الدین حقانی، وزیر امور داخله، در خصوص موضوعات مرتبط  دیدار و گفت‌وگو نمودند.

در این دیدار، دو طرف در مورد تلاش‌های. . .

باز گشت به اخبار