د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج مـــلا عــــبدالمنان عــمري د کندهار ولايت له صنعتي ښارګوټي څخه ليدنه وکړه

د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج مـــلا عــــبدالمنان عــمري کندهار ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د ښور انــدام د صنعتي ښارګوټي له مختلفو برخو څخه لیدنه ترسره او هلته یې د مېشتو کارفرمایانو او کاریګرو سره وکتل.
د کار او ټولنیزو چارو وزیر د نورو برخو ترڅنګ، د ښورانــدام د سمنټو فابریکې د فعالیتونو څخه هم لیدنه درلوده، په دې بهیر کې یې د ترسره شوې پانګونې، د ورځني تولید ظرفیت او د کاریګرو ایمني او روغتيايي شرایطو څخه هم ډاډ ترلاسه کړ.
الحاج ملا عبدالمنان عمري د یادې فابریکې د چارو څخه د خوښۍ څرګندولو سربېره، په ورته برخو کې د پانګونې ترسره کېدل یې د هېواد د ځان بسیاینې او هم ولسونو ته د کارموندنې د زمینې برابرولو کې اغېزمن وبلل او مسؤلینو ته يې په اړوندو برخو کې د لازمې همکارۍ ډاډ ورکړ.