کونړ کې ۸۲۳ تنه زیان سره د مخ میرمنو، یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو د څه باندې۹.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت نقدي پیسو، خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ترلاسه کړه
د کونړ ولايت د کار او ټولنيزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې ۸۲۳ تنه له زیان سره د مخ مېرمنو، یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو ته د ۹۴۲۳۷۴۶ افغانیو په ارزښت؛ نقدي پیسو، خوراکي او غیر خوراکي توکو(وړه، وریجې، غوړي، لوبیا، مکروني، بوره، چای، کجورې، خیمه او کمپلو مرسته ووېشل شوه.
د یادې مرستې د وېش پر مهال د کونړ ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست استازي په خپلو خبرو کې د وامي او د افغانستان د مېرمنو یووالي او پرمختیايي موسسو څخه د مننې سربېره له نورو ملي او همکارو نړیوالو موسساتو او خیریه بنسټونو څخه هم د ورته مرستو او همکاریو غوښتنه وکړه، ترڅو له زیان سره د مخ میرمنو، اړمنو، بېوزلو، یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو لاسنیوی وکړي او هغوی ته تر یوه بریده د ژوندانه سهولتونه برابر کړي.
د یادونې وړ ده، چې د وامي خیریه موسسې لخوا ۴۶۰ تنو ته، فينفر ته ۹۸۰۰ افغانیو په ارزښت خوراکي او غیرخوراکي توکي او د افغانستان د مېرمنو یووالي او پرمختیايي موسسې لخوا ۳۶۲ تنو ته، فينفر ته ۱۳۵۴۲ افغانیو په ارزښت د نقدي پیسو مرسته ووېشل شوه.
