د کار چارو معین د زندانونو د چارو د سمون ادارې په روزنیز سمینار کې ګډون او وینا وکړه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۲:۳۲
کار معین


د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د زندانونو چارو د سمون ادارې په روزنیز سیمینار کې چې  موخه یې د چارو د غوره تنظیم وه ګډون او وینا وکړه. 
د سمنیار پای‌غونډې ته د کار چارو معین په خپلو خبرو کې وویل: تاسو ته څرګنده ده، چې د افغانستان اسلامي امارت له بیاځلي حاکمیت راهیسې د مخدره توکو د کرکېلې، قاچاق او استعمال پر وړاندې جدي مبارزه کړې او دغه لړۍ لا هم روانه ده. د دغې مبارزې په پایله کې، د دې شومې پدیدې کرکېله نږدې صفر ته راټیټه شوې ده؛ داسې پدیده چې ګټې یې بهرنیانو ته رسېدې، خو ذلت او بدنامي یې زموږ د هېواد له نوم سره یو ځای وه.
مولوي احمدزي د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه، د کار او ټولنیزو چارو وزارت هم په دې برخه کې خپل مسئولیت اداء کړی دی، چې یاد  وزارت سږ کال د افغانستان په ټولو ولایتونو او مرکزي زندانونو کې د فني او حرفوي زده‌کړو سمینارونه پیل کړي دي، چې د دغو سمینارونو په پلي کېدو سره به ګڼ شمېر هغه هېوادوال چې اوس‌مهال په زندانونو کې دي، د بېلابېلو کسبونو مهارتونه زده کړي او له بند څخه تر خلاصون وروسته به وکولی شي خپلو کورنیو ته د حلالې نفقې د ګټلو لامل وګرځي او د کار او کسب خاوندان شي.
د یادونې وړ ده، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت هڅه کړې له اعتیاد څخه رغېدلو کسانو او معلولو مجاهدینو ته هم په بېلابېلو برخو کې د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره کړي، ترڅو د مسلکي مهارتونو په زده‌کړې سره د کار بازار ته داخل شي، پر ځان بسیا او خپلو کورنیو ته حلاله نفقه برابره کړي. دغه وزارت تر دې وړاندې هم د کابل په ګډون د هېواد په ټولو زونونو کې د خپلو فني او حرفوي زده‌کړو له مرکزونو څخه له لسو زرو څخه ډېر له اعتیاد څخه رغېدلي کسان فارغ کړي او هغوی ته یې کاري وسایل هم وېشلي دي، ترڅو د کار او کسب له لارې د ټولنې فعال غړي وګرځي او خپلو کورنیو ته ستانه شي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

اطلاعیهٔ وزارت کار و امور اجتماعی!

وزارت کار و امور اجتماعی در نظر دارد تا  در ۲۳ حرفۀ مسلکی و شغل‌های تخصصی جدید؛  ۳۰۰۰ بست‌های کشور شاهی قطر، در سرتاسر کشور برای کارگران ماهر و مسلکی  و نیز افرادی که در طی یک سال اخیر . . .

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۱۹
Background image

تدویر جلسه نوبتی شورای عالی کار


در جلسه نوبتی شورای عالی کار به ریاست الحاج مولوی محمد زاهد احمدزی، معین امور کار وزارت کار و امور اجتماعی، ضمن ارزیابی پیشنهادات اتاق صنایع و معادن، در مورد تعقیب تصمیم‌های قبلی این. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۰:۵۰
Background image

فراغت ۱۸۵ معتاد صحت‌یاب شده از آموزش‌های فنی و حرفه‌ای در کندز

 

به‌اساس تلاش و هم‌آهنگی ریاست کار و امور اجتماعی ولایت کندز؛ ۱۸۵ معتاد صحت‌یاب‌شده که شامل ۱۰۰ تن از مرکز آموزش‌های فنی و حرفه‌ای این ریاست و ۸۵ تن دیگر از کمپ مرکزی حمایوی و تداوی. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۳۵
Background image

فراغت ۲۸۰ کارآموز از آموزش‌های فنی و حرفه‌ای در هرات

 

به‌اساس تلاش و هم‌‌آهنگی ریاست کار و امور اجتماعی ولایت هرات؛ ۲۸۰کارآموز ازمرکز آموزشی انصاری پس از سپری‌کردن دورهٔ آموزشی شش‌ ماهه در حرفه‌های خیاطی، ترمیم لوازم برقی خانه، ترمیم. . .

باز گشت به اخبار