د نړۍ ښایست او ټولنې پرمختګ د کارګرو د زحمتونو پایله ده.

publish
Sun, May 02 2021 10:23 AM
0

 

دغه خبرې د کار او ټولنیزو چارو وزیر بشیر احمد ته ینج؛ د کارګر نړیوالې ورځې ( د مې اوله) په ویاړ جوړه شوې ناسته کې و کړې. 
کار او ټولنیزو چارو وزارت کې د کارګرو نړیوالې ورځي په پار جوړې شوې غونډې ته؛ د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ولسمشر محمد اشرف غني پيغام هم را لیږل شوی وه، چې د کار او ټولنيزو چارو وزارت د اطلاعاتو او نشراتو رئيس محمد يونس صديقي له خوا و لوستل شو؛ ښاغلي ولسمشر په خپل پيغام کې د کارګرو نړیوالې ورځې مبارکۍ ترڅنګ د هغوی له زحمتونو څخه مننه کړې وه او په هېواد کې يې د کارګرو پر وظيفوي خونديتوب او هغوی ته د لازمو خدمتونو پر وړاندې يې ټينګار کړی وه. 
غونډه کې د کار او ټولنیزو چارو وزیر بشیر احمد ته ینج؛ د خپلو خبرو په ترڅ کې د ټولنې پرمختګ او سمون برخه کې د کارګرو ونډه اړینه و بلله او د هغوی د حقوقو پر تامینولو یې ټینګار و کړ. 
بشیر احمد ته ینج و ویل: د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په ځانګړې توګه د کار او ټولنیزو چارو وزارت تل د کارګرو ملاتړ او خوندیتوب ته ژمن او هڅه کوي، د مختلفو لارو چارو د کارګرو ستونزو ته رسیده ګي و کړي. 
ښاغلي ته ینج زیاته کړه، چې له ښه مرغه د خسارې جبران مقرره نهایي شوې، چې د یادې مقررې پر عملي کیدو سره به د کارکوونکو یو سلنه معاش د دولت يو ځانګړي بودجوي کود ته را ټول او د کارکوونکو د متضرر کیدو په صورت کې به یې د خسارې جبرانولو په موخه ور کوي. 
دې ناسته کې د کاري چارو مرستیال محمد اجمل شاه پور هم خبرې و کړې، و یې ویل: لکه څنګه چې یو هیواد کې اردو او پولیس ډیر اړین او د وطن څخه ساتنه کوي، همدارنګه کارګر هم د هیواد یو مهم قشر دی، چې د خپل قلم او مټو په زور وطن جوړ او ښایسته کوي او دا زموږ مسؤلیت دی، چې د حقوقو د خوندیتوب په پار یې هڅه و کړو. 
د کارګرو نړيوالې ورځې نمانځنې غونډه کې د کار نړیوال سازمان مشر رامین بهزاد او د کارګرو صنفي ټولنې مرکزي شورا غړي کاکو جان نیازي هم خبرې و کړې؛ دوی ورکوونکو( کارفرمايان) ته د کار زمینې برابرولو برخه کې د حکومت همکاري اړینه و بلله او و يې ويل که چيرته کار ورکوونکو ته زمينه برابره شي، د پانګونې له لارې به ګڼ شمير نورو هيوادوالو ته د کار زمينه برابره کړل شي. 
په ناسته کې د کارګرو په استازیتوب محمد نسیم کلکاني هم خبرې و کړې، د کارګرو ستونزې يې د وزارت رهبرۍ سره شریکې او د ستونزو د حل غوښتنه یې و کړه. 
 د ویلو  دی، چې څو لسيزيزې وړاندې د امریکا متحده ایالاتو، شیکاګو ښار کې د کارګرانو له خوا د خپلو حقونو د خوندیتوب په اساس مظاهره و شوه، چې په پایله کې یې ګڼ شمیر شګنجه او متضرره هم شول؛ خو په پایله کې یې خپل حقوق تر لاسه کړل، چې له همغې ورځې را هیسې د ( مې) میاشتې اوله نیټه کارګرانو ته د درناوي په موخه په ټوله نړۍ کې لمانځل  کیږي.

Latest news

Sun, Dec 14 2025 9:25 AM
Background image

Deputy Minister of Labor Affairs Visits Achin District in Nangarhar Province

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, paid an official visit to Achin District of Nangarhar Province. The deputy minister attended and delivered a. . .

Tue, Dec 09 2025 3:04 PM
Background image

In Kabul 140 Youths Graduated from Vocational and Training Center

 

Through the efforts and coordination of the General Directorate of Skills Development related to the Ministry of Labor and Social Affairs,140 young people graduated from the. . .

Wed, Dec 03 2025 1:49 PM
Background image

Graduation Ceremony of 90 People from Technical and Vocational Training Center in Kabul

 

Through the efforts and coordination of the General Directorate of Skills Development of the Ministry of Labor and Social Affairs, 90 young people have graduated from the Technical. . .

BACK TO NEWS