د استرليا افغان مسلمانونو اسلامي بنسټ مرستيال سره د کار او ټولنيزو چارو وزير ليدنه

naweed_admin
Thu, Apr 07 2022 9:37 PM
ض

د کار او ټولنيزو چارو وزير ملا عبدالولي څارنوال( حاجي وارث) د استرليا افغان مسلمانانو اسلامي بنسټ مرستيال محمد ايوب احمدزي سره وکتل. 
پيل کې د استرليا مسلمانانو اسلامي بنسټ مرستيال محمد ايوب احمدزي؛ استرليا کې د ياد بنسټ د غړو نيک احساسات او په کور دننه د بیوزلو د لاسنيوي اړوند خبرې وکړې و يې ويل: موږ په دې سختو حالاتو کې افغانان له ياده نه دي ويستلي او د هيواد له بيوزلو سره به خپلې مرستې جاري و ساتو؛ هڅه کوو چې کار او ټولنيزو چارو وزارت سره په همغږۍ د يتيمو او بې سرپرسته ماشومانو مرسته هم وکړو. 
وروسته د کار او ټولنيزو چارو وزير ملا عبدالولي څارنوال( حاجي وارث) د ياد بنسټ له اسلامي هڅو څخه د مننې ترڅنګ د ياد بنسټ مرستيال ته د تهيه مسکن او علاوالدين روزنتونونه معرفي کړل او د روزنتونو عمومي رئيس ته يې لارښوونه وکړه څو د استرليا افغان مسلمانانو اسلامي بنسټ د مرستو په ښه تنظيم او دوه اړخيز هوکړه ليک برخه کې د نوموړي بنسټ له مرستيال سره همکاري وکړي. 
د استرليا افغان مسلمانانو اسلامي بنسټ مرستيال په وينا چې تر دې مهاله يې ۱۴۰۰ بې سرپرسته کورنيو سره مرسته کړې ده.

Latest news

Sun, Aug 30 2026 10:18 AM
Background image

A three-Day Awareness Program Begins on Planning and Electronic Systems for Provincial Employees

A three-Day awareness program has begun for the Ministry of Labor and Social Affairs employees. In this program, the MoLSA provincial employees of Maidan Wardak, Logar, Parwan, Ghazni,. . .

Tue, Aug 11 2026 1:51 PM
Background image

Minister of Labor and Social Affairs Holds Talks with the Representatives of Private Employment Companies

 

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, held a regular meeting with representatives of private employment companies at his office. At the beginning. . .

Sat, Jul 11 2026 11:08 AM
Background image

MOLSA provides Vocational Training Opportunities to Inmates at Pul-e-Charkhi Prison

Ministry of Labor and Social Affairs with the coordination of the General Directorate of Prisons Administration, launched vocational training programs for the first time at Pul-e. . .

BACK TO NEWS