د کار او ټولنيزو چارو وزارت د ملکيتونو معلومولو اړوند د تصميم نيولو ناسته

naweed_admin
Mon, Apr 11 2022 9:49 AM
Q

دغه ناسته چې د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالولي څارنوال( حاجي وارث) په مشرۍ جوړه شوې وه؛ په کې د کار چارو مرستيال مخدوم عبدالسلام سعادت، د وزارت مقام د دفتر رئيس مولوي شريف الله، د مالي چارو رئيس خالد نويد، د اداري او خدماتي چارو رئيس سيد فهيم هاشمي او په ټولنيزو چارو کې د وزارت مقام سلاکار رياض احمد هم ګډون درلود. 
پيل کې د اداري او خدماتي چارو رئيس سيد فهيم هاشمي، کابل ښار کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت د ملکيتونو ليست او مشخصات د وزارت رهبرۍ سره شريک کړل او د هغو ځمکو اړوند چې تعميرونه په کې جوړ شوي او يا هم غصب شوي، په اړه يې هر اړخيز بحث و شو، چې په پايله کې د مالي او اداري چارو مرستيال مولوي دين محمد حقبين په مشرۍ او د اړوندو برخو په عضويت دوه کاري کمېټې جوړې او مؤظف شول؛ څو کابل ښار کې د کار او ټولنيزو چارو اړوند سپينې نمرې او غصب شوې ساحې تر څيړنې لاندې و نيسي او په دولس کاري ورځو کې خپل کاري راپور د وزارت مقام سره شريک کړي. 
همدارنګه د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست د اداري او خدماتي چارو رئيس ته دنده ورکړه، چې ټولو ولايتي رئيسان ته هم يو متحدالمال مکتوب وليږي؛ څو په ولايتي سطحه هم د کار او ټولنيزو چارو وزارت اړوند ځمکو او جايدادونو بيرته ترلاسه کولو برخه کې جدي کار وکړي او خپل کاري راپور د وزارت مقام سره شريک کړي.

Latest news

Wed, May 06 2026 9:24 AM
Background image

The Labors’ rights are protected only under Islamic Sharia

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, on the occasion of International Labor Day, in his speech said that only the Islamic Sharia fully protects the. . .

Sat, May 02 2026 9:34 AM
Background image

A Coordination Meeting Held in Balkh Province with the Representatives of Private Sector

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with representatives of private sector in Balkh Province. At the beginning of the meeting, the head of. . .

Sat, Apr 25 2026 11:54 AM
Background image

Addressing the problem of unemployment is our top priority

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, during his official visit to Paktia province, attended and delivered a speech at the graduation ceremony of. . .

BACK TO NEWS