د کاري اختلافاتو د حل عالي کمیسیون ناسته جوړه شوه.

naweed_admin
Tue, Apr 12 2022 1:25 AM
ض


د کاري اختلافاتو د حل عالي کمیسیون ناسته د کار چارو مرستیال مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت په مشرۍ جوړه شوه، چې په کې د یاد کمیسیون نورو غړو( کارفرما او امکا ادارو استازو) هم ګډون درلود، چې د اطلاعات او کلتور وزارت او د یاد وزارت یو قراردادي شرکت سره د یو کارګر د کاري حقوقو باندې هر اړخیز بحث و شو. 
په دې ناسته کې د ملک محمد په نامه یو عارض کارګر( د اطلاعاتو او کلتور وزارت او یو خصوصي شرکت سره یې اوه کاله کار کړی، خو دواړه لوریو یې ورته حقوق نه دي ور کړي.)  د اطلاعاتو او کلتور وزارت استازي او د خصوصي شرکت مشر د یادې کاري ستونزې اړوند معلومات وړاندې کړل.
د کار چارو مرستیال مخدوم عبدالسلام  سعادت د ټولو لوریو د خبرو تر اوریدو وروسته وویل، چې د کارګر سره ډیر ظلم شوی، نوموړي زیاته کړه، د کارګر مزد باید مخکې له دې چې خولې یې وچې شي باید مزد یې ور کړل شي اما بدبختانه له یاد کارګر سره اوه کاله ظلم شوی او مزد یې نه دی ور کړل شوی. 
مولوي مخدوم وویل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کارګرو د حقوقو څخه د دفاع مسؤله اداره ده او د یوې مسؤلې ادارې په توګه هڅه کوي، د کارګرو حقوق ترلاسه او په هیواد کې د لا ښه کار زمینه برابره کړي. 
په ناسته کې د کار ورکوونکو ادارې او د کارګرو د حقوقو څخه د دفاع ادارې( امکا) استازو هم خبرې و کړې او د کارګرو د دفاع برخه کې یې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له غوڅ دریځ څخه ستاینه و کړه. 
په ناسته کې د کار چارو مرستیال په مشرۍ د کاري اختلافاتو د حل عالي کمیسیون غړو په دې فیصله و کړه، چې یاده موضوع کې دواړه لوري( اطلاعات او کلتور وزارت او د وزارت قراردادي شرکت) ملامت او د یاد کارګر د اوه کاله حقوقو په پرداخت مسؤل دی، چې یاده فیصله د کمیسیون د ټولو غړو او عارض کارګر په تائید فیصله او دخیلو اړخونو ته واورول شوه.

Latest news

Wed, May 06 2026 9:24 AM
Background image

The Labors’ rights are protected only under Islamic Sharia

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, on the occasion of International Labor Day, in his speech said that only the Islamic Sharia fully protects the. . .

Sat, May 02 2026 9:34 AM
Background image

A Coordination Meeting Held in Balkh Province with the Representatives of Private Sector

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with representatives of private sector in Balkh Province. At the beginning of the meeting, the head of. . .

Sat, Apr 25 2026 11:54 AM
Background image

Addressing the problem of unemployment is our top priority

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, during his official visit to Paktia province, attended and delivered a speech at the graduation ceremony of. . .

BACK TO NEWS