د کاري اختلافاتو د حل عالي کمیسیون ناسته جوړه شوه.
د کاري اختلافاتو د حل عالي کمیسیون ناسته د کار چارو مرستیال مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت په مشرۍ جوړه شوه، چې په کې د یاد کمیسیون نورو غړو( کارفرما او امکا ادارو استازو) هم ګډون درلود، چې د اطلاعات او کلتور وزارت او د یاد وزارت یو قراردادي شرکت سره د یو کارګر د کاري حقوقو باندې هر اړخیز بحث و شو.
په دې ناسته کې د ملک محمد په نامه یو عارض کارګر( د اطلاعاتو او کلتور وزارت او یو خصوصي شرکت سره یې اوه کاله کار کړی، خو دواړه لوریو یې ورته حقوق نه دي ور کړي.) د اطلاعاتو او کلتور وزارت استازي او د خصوصي شرکت مشر د یادې کاري ستونزې اړوند معلومات وړاندې کړل.
د کار چارو مرستیال مخدوم عبدالسلام سعادت د ټولو لوریو د خبرو تر اوریدو وروسته وویل، چې د کارګر سره ډیر ظلم شوی، نوموړي زیاته کړه، د کارګر مزد باید مخکې له دې چې خولې یې وچې شي باید مزد یې ور کړل شي اما بدبختانه له یاد کارګر سره اوه کاله ظلم شوی او مزد یې نه دی ور کړل شوی.
مولوي مخدوم وویل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کارګرو د حقوقو څخه د دفاع مسؤله اداره ده او د یوې مسؤلې ادارې په توګه هڅه کوي، د کارګرو حقوق ترلاسه او په هیواد کې د لا ښه کار زمینه برابره کړي.
په ناسته کې د کار ورکوونکو ادارې او د کارګرو د حقوقو څخه د دفاع ادارې( امکا) استازو هم خبرې و کړې او د کارګرو د دفاع برخه کې یې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له غوڅ دریځ څخه ستاینه و کړه.
په ناسته کې د کار چارو مرستیال په مشرۍ د کاري اختلافاتو د حل عالي کمیسیون غړو په دې فیصله و کړه، چې یاده موضوع کې دواړه لوري( اطلاعات او کلتور وزارت او د وزارت قراردادي شرکت) ملامت او د یاد کارګر د اوه کاله حقوقو په پرداخت مسؤل دی، چې یاده فیصله د کمیسیون د ټولو غړو او عارض کارګر په تائید فیصله او دخیلو اړخونو ته واورول شوه.