د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست د مرسي کورپس او هیلپ جرمني مؤسسې استازو سره و کتل

naweed_admin
Wed, Apr 13 2022 2:36 PM
E


د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالولي څارنوال ( حاجي وارث) د مرسي کورپس او هیلپ جرمني مؤسسې استازو سره خپل کاري دفتر کې وکتل او د یادو مؤسسو د کار جواز اړوند ستونزو یې ورسره خبرې و کړې. 
پیل کې د یادو مؤسسو استازو د جوازونو د تاریخ ختمیدو او تمدیدو اړوند معلومات وړاندې کړل او د کار او ټولنیزو چارو وزارت رهبرۍ د همکارۍ غوښتنه یې و کړه. 
دوی همدارنګه په هرات او قندهار ولایتونو کې د فني او حرفوي زده کړو برخه کې د خپلو فعالیتونو یادونه هم وکړه او په دې برخه کې یې د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند ولایتي ریاستونو د استازو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالولي څارنوال( حاجي وارث) د یادو مؤسسو استازو ته په خطاب وویل، چې ټولې هغه مؤسسې چې د فني او حرفوي زده کړو برخه کې فعالیت لري، باید د کار او ټولنیزو چارو وزارت په ټوله کې د اسلامي امارت تر چتر لاندې او قوانینو مطابق فعالیت و کړي او د خپلو کړنو له پيلولو مخکې، جریان او پای کې باید په منظم ډول له کار او ټولنیزو چارو وزارت سره همغږي و لري؛ څو په ښه توګه هغه کړنې چې په مرکز او ولایتونو کې لازمې دي، ترسره شي. 
د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست د یادو مؤسسو د کارونو د جواز تمدیدو اړوند ژمنه و کړه، چې د کار او  ټولنیزو چارو وزارت د ټولو هغو مؤسسو د کار جوازونه او نور اړین قانوني کارونه چې دې وزارت پورې اړه و لري، شرایط او اسناد یې پوره کړي وي، په ښه توګه همکاري او ترسره کړي.

Latest news

Tue, Aug 11 2026 1:51 PM
Background image

Minister of Labor and Social Affairs Holds Talks with the Representatives of Private Employment Companies

 

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, held a regular meeting with representatives of private employment companies at his office. At the beginning. . .

Sat, Jul 11 2026 11:08 AM
Background image

MOLSA provides Vocational Training Opportunities to Inmates at Pul-e-Charkhi Prison

Ministry of Labor and Social Affairs with the coordination of the General Directorate of Prisons Administration, launched vocational training programs for the first time at Pul-e. . .

Wed, May 06 2026 9:24 AM
Background image

The Labors’ rights are protected only under Islamic Sharia

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, on the occasion of International Labor Day, in his speech said that only the Islamic Sharia fully protects the. . .

BACK TO NEWS