د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست د ۷۷ ترکي ساختماني شرکت مشر سره و کتل

د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست وزير د (۷۷ ترکي ساختماني شرکت) مشر سره په داسې حال کې چې د وزارت مقام د دفتر رئيس ملا شرف الدين شرف او بهرنيو وګړو ته د کار جواز ويش رئيس حافظ مولوي عبدالرحمن رحماني هم حضور درلود؛ خپل کاري دفتر کې وکتل.
دې ليدنه کې د ۷۷ ترکي ساختماني شرکت مشر، افغانستان کې د خپلو کړنو اړوند معلومات وړاندې کړل او په ياد شرکت کې يې د بهرنيو وګړو د کار جواز اړوند مسائيلو برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست وزير ملا عبدالولي څارنوال( حاجي وارث) د ترکيې اسلامي هيواد له همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ د نړيوالو په ځانګړي توګه د اسلامي هيوادونو پر همکارۍ ټينګار وکړ.
نوموړي د ياد شرکت د بهرنيو وګړو د کار جواز ستونزو حلولو برخه کې، بهرنيو وګړو ته د کار جواز ويشلو رياست مسؤلينو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.