د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست د ۷۷ ترکي ساختماني شرکت مشر سره و کتل

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۹/۳ - ۸:۰
E

د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست وزير د (۷۷ ترکي ساختماني شرکت) مشر سره په داسې حال کې چې د وزارت مقام د دفتر رئيس ملا شرف الدين شرف او بهرنيو وګړو ته د کار جواز ويش رئيس حافظ مولوي عبدالرحمن رحماني هم حضور درلود؛ خپل کاري دفتر کې وکتل.
دې ليدنه کې د ۷۷ ترکي ساختماني شرکت مشر، افغانستان کې د خپلو کړنو اړوند معلومات وړاندې کړل او په ياد شرکت کې يې د بهرنيو وګړو د کار جواز اړوند مسائيلو برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه. 
د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست وزير ملا عبدالولي څارنوال( حاجي وارث) د ترکيې اسلامي هيواد له همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ د نړيوالو په ځانګړي توګه د اسلامي هيوادونو پر  همکارۍ ټينګار وکړ. 
نوموړي د ياد شرکت د بهرنيو وګړو د کار جواز ستونزو حلولو برخه کې، بهرنيو وګړو ته د کار جواز ويشلو رياست مسؤلينو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۵ - ۱۴:۵۵
Background image

هلمند او نورستان ولایتونو کې دوه تنه رد مرزي ماشومان له خپلو کورنیو سره یو ځای شول؛

 د نورستان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هلو ځلو او د (OHW) موسسې په همکارۍ، د واما ولسوالۍ یو تن ردمرزي ماشوم پیدا او خپلې کورنۍ ته ورسپارل شو. 
د یو بل خبر له مخې د هلمند ولایت. . .

شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۵ - ۱۴:۳۹
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري معین، د خوست ولایت د پوهنې له رئیس او یو شمیر قومي مشرانو سره ولیدل

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري معین مولوي دین‌محمد حقبین؛ د خوست ولایت د پوهنې رئیس مولوي محمد انور دین‌پرور، د پوهنې ریاست له نورو مسؤلینو  او  یو شمیر قومي مشرانو سره د خپل. . .

شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۵ - ۸:۳۶
Background image

د کار چارو معین، د خصوصي سکتور او د کارګرانو اتحادیې له غړو سره وکتل؛

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین مولوي محمد زاهد، تېره ورځ پخپل کاري دفتر کې د کار ملي کنفرانس په اړه د خصوصي سکتور ( کار فرمایانو) او د کارګرانو اتحادیې له غړو سره مشورتي. . .

بیرته خبرونو ته