احساس د ټولنيزو خدمتونو مؤسسې سره تفاهم ليک لاسليک شو

naweed_admin
Mon, Jan 02 2023 2:16 PM
E


دغه تفاهم ليک د څه باندې ۳۶ زره امريکايي ډالرو په ارزښت، کابل ولايت کې ۳۰۰ بې سرپرسته ماشومانو سره د نقدي مرستې په موخه د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست وزير ملا عبدالولي څارنوال( حاجي وارث) او احساس د ټولنيزو خدمتونو خيريه مؤسسې استازي روح الله صاحبزاده ترمنځ لاسليک شو. 
د ياد تفاهم ليک له مخې، احساس د ټولنيزو خدمتونو خيريه مؤسسه په پام کې لري؛ څو د يادو ماشومانو هر بې سرپرسته ماشوم سره د لس نيم زره افغانيو نقدي مرسته وکړي. 
د تفاهم ليک د لاسليک کولو پر مهال د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالولي څارنوال( حاجي وارث) د مؤسسې له مسؤلينو و غوښتل؛ څو ياده نقدي مرسته د کار او ټولنيزو چارو وزارت د استازو په شتون کې توزيع کړي. 
په همدې موخه جوړه شوې ناسته کې د احساس ټولنيزو خدمتونو مؤسسې استازي روح الله صاحبزاده وويل، چې ياد ماشومان د يوې شفافې پروسې له لارې احساس خيريه مؤسسې ته معرفي شوي او واقعي اړمن کسان دي.  نوموړي ژمنه وکړه، چې ياده نقدي مرسته به د کار او ټولنيزو چارو وزارت استازو سره په همغږۍ وويشي.

Latest news

Sun, Aug 30 2026 10:18 AM
Background image

A three-Day Awareness Program Begins on Planning and Electronic Systems for Provincial Employees

A three-Day awareness program has begun for the Ministry of Labor and Social Affairs employees. In this program, the MoLSA provincial employees of Maidan Wardak, Logar, Parwan, Ghazni,. . .

Tue, Aug 11 2026 1:51 PM
Background image

Minister of Labor and Social Affairs Holds Talks with the Representatives of Private Employment Companies

 

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, held a regular meeting with representatives of private employment companies at his office. At the beginning. . .

Sat, Jul 11 2026 11:08 AM
Background image

MOLSA provides Vocational Training Opportunities to Inmates at Pul-e-Charkhi Prison

Ministry of Labor and Social Affairs with the coordination of the General Directorate of Prisons Administration, launched vocational training programs for the first time at Pul-e. . .

BACK TO NEWS