د کار او ټولنیزو چارو په وزارت کې د کارکوونکو لپاره د اجراآتو د ارزونې طرزالعمل زده کړه پیل شوه

naweed_admin
Sun, Feb 05 2023 2:36 PM
ض


د چارو د اداري لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکی خدمتونو ادارې له لورې راغلي کاري تخنیکي ټیم د کار او ټولنیزو چارو په وزارت کې د نویو استخدام شویو کارکوونکو لپاره د کاري اجراآتو د غوره ارزونې د طرزالعمل روزنه پیل کړه.
دغه  پروګرام د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي دین محمد حقبین، د کار د چارو مرستیال مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت، د بشري سرچینو رییس مولوي نعمت الله عثماني، د چارو اداري لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د ملکي خدمتونو او قوانینو مرستیال الحاج ویس الدین ویس او د کار او ټولنیزو چارو وزارت، رئیسانو او مامورینو په ګډون پیل شو.
د پروګرام په پیل کې د چارو اداري لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د ملکي خدمتونو او قوانینو مرستیال الحاج ویس الدین ویس ګډونوالو ته د راغلي کاري ټیم د راتلو له موخې څخه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه: د افغانستان اسلامي امارت اصلي موخه ولس ته خدمت او پر وخت اجراآت دی؛ مولوي ویس وویل: د کاري اجراآتو د ارزونې اصلي موخه د عمومي پلان عملي کول؛ سټنډرډ پلان او ګزارش جوړول او د کاري اعیزمنتیا منځته راوړل دي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي دین محمد حقبین په خپلو خبرو کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له ادارې څخه راغلي پلاوی ته هرکلۍ ترڅنګ زیاته کړه: د اداري په اصلاح کې د اجراآتو ازرونه یو اصل ده؛ منجمنټ یو مستقل علم دی او ډیر کار او منابعو ته اړتیا لري.
مولوي حقبین زیاته کړه: په یوه اداره کې اساسي اصلاحات پر دریو عناصرو ولاړ دي: د مسوولیت احساس، اطاعت او د هغه اهمیت او تقواء.
مولوي حقبین ټول مأمورین د مراجعینو سره نیک سلوک، وظیفوي غفلت څخه د ډډې کولو، د الهي مفکوري او نبوي اخلاقو خپلولو ته راوبلل.
د یادولو وړ ده چې یاده روزنه به د دریو ورځو په مخه وي او د کار او ټولنیزو چارو وزارت کارکوونکو ته به د خپلو وظایفو لایحې مطابق د پلان او ګزارش جوړولو هنر ور وښودل شي.

Latest news

Sun, Mar 15 2026 10:24 AM
Background image

Solving the Problems of Women and Vulnerable Groups is the main priorities of the Ministry of Labor and Social Affairs

The Deputy Minister of Social Affairs, Alhaj Mawlavi Obaidullah Aminzada, said during the presentation of the one-year report of the Deputy Ministry of Social Affairs to the media. He. . .

Sun, Mar 08 2026 1:55 PM
Background image

The Deputy Minister of Labor Affairs Meets with the Head of the Norwegian Refugee Council

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met in his office with Mr. Taria Magnusson Waterdal, the Head of the Norwegian Refugee Council (NRC).

The. . .

Sun, Mar 01 2026 12:10 PM
Background image

The Deputy Minister of Social Affairs Meets with the Director General of Afghanistan National Radio and Television

The Deputy Minister of Social Affairs, Alhaj Mawlavi Obaidullah Aminzada, along with his accompanying delegation, met with Qari Mohammad Yousaf Ahmadi, Director General of Afghanistan. . .

BACK TO NEWS