د کار او ټولنیزو چارو په وزارت کې د کارکوونکو لپاره د اجراآتو د ارزونې طرزالعمل زده کړه پیل شوه
د چارو د اداري لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکی خدمتونو ادارې له لورې راغلي کاري تخنیکي ټیم د کار او ټولنیزو چارو په وزارت کې د نویو استخدام شویو کارکوونکو لپاره د کاري اجراآتو د غوره ارزونې د طرزالعمل روزنه پیل کړه.
دغه پروګرام د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي دین محمد حقبین، د کار د چارو مرستیال مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت، د بشري سرچینو رییس مولوي نعمت الله عثماني، د چارو اداري لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د ملکي خدمتونو او قوانینو مرستیال الحاج ویس الدین ویس او د کار او ټولنیزو چارو وزارت، رئیسانو او مامورینو په ګډون پیل شو.
د پروګرام په پیل کې د چارو اداري لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د ملکي خدمتونو او قوانینو مرستیال الحاج ویس الدین ویس ګډونوالو ته د راغلي کاري ټیم د راتلو له موخې څخه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه: د افغانستان اسلامي امارت اصلي موخه ولس ته خدمت او پر وخت اجراآت دی؛ مولوي ویس وویل: د کاري اجراآتو د ارزونې اصلي موخه د عمومي پلان عملي کول؛ سټنډرډ پلان او ګزارش جوړول او د کاري اعیزمنتیا منځته راوړل دي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي دین محمد حقبین په خپلو خبرو کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له ادارې څخه راغلي پلاوی ته هرکلۍ ترڅنګ زیاته کړه: د اداري په اصلاح کې د اجراآتو ازرونه یو اصل ده؛ منجمنټ یو مستقل علم دی او ډیر کار او منابعو ته اړتیا لري.
مولوي حقبین زیاته کړه: په یوه اداره کې اساسي اصلاحات پر دریو عناصرو ولاړ دي: د مسوولیت احساس، اطاعت او د هغه اهمیت او تقواء.
مولوي حقبین ټول مأمورین د مراجعینو سره نیک سلوک، وظیفوي غفلت څخه د ډډې کولو، د الهي مفکوري او نبوي اخلاقو خپلولو ته راوبلل.
د یادولو وړ ده چې یاده روزنه به د دریو ورځو په مخه وي او د کار او ټولنیزو چارو وزارت کارکوونکو ته به د خپلو وظایفو لایحې مطابق د پلان او ګزارش جوړولو هنر ور وښودل شي.
