د کار او ټولنیزو چارو په وزارت کې د یو شمیر ولایتي رئیسانو لپاره د تدارکاتو په اړه روزنیز پروګرام په لاره واچول شو

naweed_admin
Fri, Sep 29 2023 8:48 PM
Q


د کار او ټولنیزو چارو په وزارت کې د یو شمیر ولایتي رئیسانو لپاره د تدارکاتو په اړه یوه ورځنۍ روزنیز پروګرام په لاره واچول شو چې په کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړونده د تدارکاتو ریاست له لورې د تدارکاتو قانون او اړونده مقررو او موضوعاتو په اړه هراړخیز معلومات ګډونوالو ته وړاندې شول.
په یاد تدارکاتي روزنیز پروګرام کې د پنځو (پکتیا، لوګر، میدان وردګ، زابل او پکتیکا) ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو رئیسانو او د مالي او اداري مسوولینو ګډون کړي وو چې ګډونوالو د تدارکاتو پیچیلو پروسو او مسائلو څخه پوره معلومات ترلاسه کړل او په دې تړاو یې خپلې ستونزې او مشورې د تدارکاتو مرکزي ریاست سره شریکې کړي.
د روزنیز پروګرام ګډونوالو د دا ډول روزنیز پروګرامونو ګټور بللو او ستایلو ترڅنګ او په راتلونکې کې یې د دوام غوښتنه وکړه.

Latest news

Sun, Aug 24 2025 3:53 PM
Background image

Distribution of Work Tools to 216 Needy people in Kabul

Through the cooperation and efforts of the Ministry of Labor and Social Affairs work tools provided to needy and underprivileged individuals in Shakardara District of Kabul. A special. . .

Mon, Aug 18 2025 2:23 PM
Background image

The Deputy Minister of Labor Affairs met with the Da Afghanistan Bank Governor

Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, the Deputy Minister of Labor Affairs, met with the Governor General of Da Afghanistan Bank, Mawlavi Noor Ahmad Agha, in order to follow up on the. . .

Mon, Aug 11 2025 8:48 AM
Background image

Graduation Ceremony of 126 individuals from Logar Vocational Training Center

Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, the Deputy Minister of Labor Affairs, participated in and delivered a speech at a graduation ceremony for 126 individuals from Logar Vocational. . .

BACK TO NEWS