د کار او ټولنیزو چارو وزارت استول شوي پلاوي د کندهار ولایت له مرستیال والي سره وکتل

naweed_admin
Sat, Nov 11 2023 10:40 PM
Y


له پاکستان هېواد څخه د بېرته راستنېدونکو هېوادوالو د ثبت په موخه د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالۍ ته د کار او ټولنیزو چارو وزارت استول شوي پلاوي د دې ولایت له مرستیال والي مولوي حیات الله مبارک صاحب سره وکتل.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د تقنین او کار د حقوقو رئیس بشیراحمد راسخ په مشرۍ پلاوي، د کندهار ولایت له مرستیال والي مولوي حیات الله مبارک صاحب سره په کتنه کې د خپلو کاري فعالیتونو او پدې برخه کې د لاسته راوړنو او پرمختګونو په اړه ناسته او سلا مشورې ترسره کړې.همداراز د کار او ټولنیزو چارو وزارت استول شوي پلاوي څرګنده کړه چې د وزارت مشرتابه په دې هڅه کې ده چې بېرته راستنېدونکو هېوادوالو ته د مختلفو اړخونو په هم‌کارۍ کاري فرصتونه برابر او د دوی لاسنیوی وکړي.
د کندهار مرستیال والي خپلو خبرو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ بېرته راستنېدونکو کډوالو ته د کاري زمینو برابرېدل مهم وبلل او هیله یې وښوده چې ټولې ادارې په ګډه وشي کولای پدې برخو کې ښې او اغېزمنې لاسته راوړنې ولري.

Latest news

Wed, May 06 2026 9:24 AM
Background image

The Labors’ rights are protected only under Islamic Sharia

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, on the occasion of International Labor Day, in his speech said that only the Islamic Sharia fully protects the. . .

Sat, May 02 2026 9:34 AM
Background image

A Coordination Meeting Held in Balkh Province with the Representatives of Private Sector

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with representatives of private sector in Balkh Province. At the beginning of the meeting, the head of. . .

Sat, Apr 25 2026 11:54 AM
Background image

Addressing the problem of unemployment is our top priority

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, during his official visit to Paktia province, attended and delivered a speech at the graduation ceremony of. . .

BACK TO NEWS