تورخم ته د کار او ټولنیزو چارو وزارت استول شوی پلاوی، د بیا راستنېدونکو هیوادوالو په چوپړ کې

naweed_admin
Sat, Nov 11 2023 10:46 PM
ف

له پاکستان هىواد څخه  د بىا راستنىدونکو هىوادوالو ته د خدماتو د تنظىم په موخه جوړه شوې کمىټې تر چتر لاندې او د کار او ټولنىزو چارو وزارت سرپرست ملاعبدالمنان عمري په هداىت تورخم ته استول شوي پلاوي په تېرو څلوروىشتو ساعتونو کې په بىلابىلو برخو کې خپلو بىا راستنېدونکو هېوادوالو، په ځانګړې ډول د هغوى زىانمنو ( ماشومان او ښځىنه) اقشارو سره د مرستې او د دوى د ښه تنظىم په موخه کوټلې ګامونه اخىستې او ګړندۍ هڅې  ىېکړىدي.
د ىاد پلاوى مشرې چې د کار په چارو کې د وزارت مقام سلاکار قاري عبدالرحىم ودود پرغاړه  لري؛ خپلو خبرو کې وىلي: د کار او ټولنىزو چارو وزارت کارکوونکي چې ۲۴ساعته توګه په دوو کاري ډلو کې فعالىت کوي؛ توانىدلي چې د زىات شمېر بېرته راستنىدونکو  هىوادوالو د ثبت سربېره؛  فن او حرفو مهارتونو ته د هغوى د لاسرسي، سواد کچې او د هغوى تجاربو  په اړه هم معلومات را ټول کړي.
د قاري ودود په وىنا د کار او ټولنىزو چارو وزارت کاري ګروپونه توانىدلى چې تر  ۳۰۰ تنو زىات ورک شوي ماشومان بىاځلې خپلو کورنىو سره ادغام کړي، د ښځو او ماشومانو په ګډون ځىني ناروغان د درملنې په موخه اړونده روغتىايي مراکزو ته واستوي او خپلو مىنو او ټاټوبو ته د هىوادوالو په لىږد کې هم پوره ونډه واخلي.
د وزارت مقام سلاکار قاري عبدالرحىم ودود  ووىل چې په راستنىدونکو هىوادوالو کې د ىوه تن وفات شوي ماشوم له کورنۍ سره ىې د وزارت له آدرسه ۴۰زره افغانۍ نقدي مرسته کړې او جنازه  ىې له تورخم څخه د کابل ولاىت قره باغ ولسوالۍ ته د وزارت په نقلىه وساىطو کې انتقال کړه.

Latest news

Wed, May 06 2026 9:24 AM
Background image

The Labors’ rights are protected only under Islamic Sharia

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, on the occasion of International Labor Day, in his speech said that only the Islamic Sharia fully protects the. . .

Sat, May 02 2026 9:34 AM
Background image

A Coordination Meeting Held in Balkh Province with the Representatives of Private Sector

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with representatives of private sector in Balkh Province. At the beginning of the meeting, the head of. . .

Sat, Apr 25 2026 11:54 AM
Background image

Addressing the problem of unemployment is our top priority

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, during his official visit to Paktia province, attended and delivered a speech at the graduation ceremony of. . .

BACK TO NEWS