هېوادوالو ته د خدماتو وړاندې کولو په لړ کې پرون چهارشنبه ۴۹۷تنه کډوال سیستم کې ثبت کړل

naweed_admin
Fri, Nov 24 2023 12:38 PM

د افغانستان د اسلامي امارت له لوري بېرته راستنېدونکو کډوالو ته د خدماتو د تنظیم کمیټې سره په هم‌غږۍ او د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري د هدایت په اساس، تورخم ته د دې وزارت استول شوی تخنیکي ټیم پرون چهارشنبه ۴۹۷تنه بېرته راستانه شوي کډوال سیستم کې ثبت او په مختلفو برخو کې هغوی سره مرسته کړې‌ده.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت تخنیکي ټیم د خپلو تېرو فعالیتونو په دوام؛ و توانېد چې تورخم کې۴۹۷تنه بېرته راستنېدونکي کډوال سیستم کې ثبت او د هغوی تعلیمي او تحصیلي سویې او  فن او حرفو ته یې لاسرسی هم تثبیت کړي. په همدې توګه د کار او ټولنیزو چارو وزارت ټیم د زیانمنو اقشارو ستونزو د رسیدګي سربېره  د ترانسپورت د تنظیم او روغتیايي مراکزو ته د بېرته راستنېدونکو کډوالو د لاسرسي په برخو کې هم فعاله ونډه درلوده.
د یادولو وړ ده چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د تخنیکي ټیم په سپارښتنه او همکارۍ او د مخابراتو وزارت په هلو ځلو د راستنیدونکو هیوادوالو پنډغالۍ د نوري فایبر سره وصل شو، چې په دې کار سره به د کاري فرصتونو کمیټې د ثبت سیستم هم له دې وروسته آنلاین ډول کار کوي.

Latest news

Wed, May 06 2026 9:24 AM
Background image

The Labors’ rights are protected only under Islamic Sharia

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, on the occasion of International Labor Day, in his speech said that only the Islamic Sharia fully protects the. . .

Sat, May 02 2026 9:34 AM
Background image

A Coordination Meeting Held in Balkh Province with the Representatives of Private Sector

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with representatives of private sector in Balkh Province. At the beginning of the meeting, the head of. . .

Sat, Apr 25 2026 11:54 AM
Background image

Addressing the problem of unemployment is our top priority

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, during his official visit to Paktia province, attended and delivered a speech at the graduation ceremony of. . .

BACK TO NEWS