تورخم او سپىن بولدک کې مېشتو د کار اوټولنىزو چارو وزارت تخنىکي ټىمونو؛ راستنیدونکو هیوادوالو چوپړ ته دوام ورکړی

naweed_admin
Wed, Nov 29 2023 2:44 PM

د افغانستان اسلامي امارت له لوري بېرته راستنېدونکو هیوادوالو ته د خدماتو د تنظىم کميټې سره په همغږۍ او د کار او ټولنىزو چارو سرپرست وزىر الحاج ملا عبدالمنان عمري د هداىت په اساس، د کندهار ولاىت په سپىن بولدک او د ننګرهار ولاىت په تورخم ښارګوټي کې د دې وزارت مېشتو تخنىکي ټىمونو پرون ټولټال ۳۰۲۸ تنه بېرته راستنېدونکيهیوادوال په سىستم کې ثبت او په اړونده برخو کې ىې هغوى ته لازم خدمات ترسره کړل.
سپىن بولدک کې د کار او ټولنىزو چارو وزارت د تخنىکي ټىم په وىنا دوى توانىدلي چې پرون ۳۱۲ کورنۍ، چې ۱۶۹۰تنه بېرته راستنېدونکي کىږي سىستم کې ثبت کړي دي.
هیره دی نه وي چې د راستنیدونکو هیوادوالو ته د غوره خدماتو رسولو په موخه د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست الحاج ملا عبدالمنان عمري د سپین‌بولدک ولسوالۍ د ویش له دروازې څخه لیدنه وکړه؛ ټولې میشتې او فعالې کمیټې یې وڅارلې او هغوی ته د غوره خدماتو وړاندې کولو په موخه لازمې لارښوونې وکړي.
په همدې اساس تورخم ښارګوتي کې هم د کار او ټولنىزو چارو وزارت کارکوونکو ۴۱۳ تنه بېرته راستانه شوي هېوادوال سىستم کې ثبت کړل.
د ىادولو وړ ده چې د کار او ټولنىزو چارو وزارت د کاري فرصتونو کمىټې په سپىنبولدک  ولسوالۍ او تورخم ښارګوټى کې د راستنىدونکو هىوادوالو کاري مهارتونه، تحصىل او تجربې ثبتوي؛ او بې سرپرسته ماشومان ته سرپناه ورکوي، ترڅو په راتلونکې د کاربازار هغوى د کاري فرصتونو په موندلو کې اسانتىا رامنځته شي، چې تردې دمه ىې ىوازې په تورخم کې ۱۶۶۶۹ تنه بېرته راستانه شوي هېوادوال په سىستم کې ثبت کړىدي.

Latest news

Wed, May 06 2026 9:24 AM
Background image

The Labors’ rights are protected only under Islamic Sharia

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, on the occasion of International Labor Day, in his speech said that only the Islamic Sharia fully protects the. . .

Sat, May 02 2026 9:34 AM
Background image

A Coordination Meeting Held in Balkh Province with the Representatives of Private Sector

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with representatives of private sector in Balkh Province. At the beginning of the meeting, the head of. . .

Sat, Apr 25 2026 11:54 AM
Background image

Addressing the problem of unemployment is our top priority

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, during his official visit to Paktia province, attended and delivered a speech at the graduation ceremony of. . .

BACK TO NEWS